ایکنانیوز راپور راکړ،د ښاغلو په برخې کې د ټول قرآن کریم د حفظ او دتحقیق د قرآئت په دوو برخو کې د ایران داسلامی جمهوریت د قرآن کریم دنړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ د فینالیسټو نامې د قاضیانو پلاوي اعلان کړې.
د تحقیق د قرائت د فینالیسټو نامې
د تحقیق د قرائت په برخې کې په فینالیسټو کې دایران هادي اسفیداني ،د هالینډ مصطفی علی ،د تایلینډ مصطفی برائون،د سنګاپور محمد سدید، دعراق عبدالله زهیر هادی او د ملایشیا ایمن رضوان نومونه مشخص شوي دي .
د ټول قرآن د حفظ د فینالیسټو په نامو کې هم د ایران امید رضا رحیمي ، د سورئې یاسر الاحمد، د فلسطین ساهر نافز محمد اسمر، دنیجریه عبیدالله بوبکر انغو،د روسیې برهان الدین رحیم اف، د الجزایر حذیفه قریشي او دعربستان عبدالقادر بن مروان بن عبدالقادر صقعه نومونه شامل دي .
د یادولو ده چې د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو د څلویښتم پړاؤ پایزې دستورې د سلواغې دمیاشتې په ۲۶ پیل شوې او د سلواغې تر دیرشمې پورې ئې دوام وکړ.
ټاکل شوې ده چې پایزې دستورئې هم د کب دمیاشتې په دوهمه مازدیګرد اسلامی ایران د ولسمشر په شتون ترسره شي او د کب دمیاشتې په دریمه نیټه به هم سیالي کونکي سره د قاضیانو دپلاوي د اسلامی انقلاب دستر لارښود حضور ته ورشي.