IQNA

پاکستان ته د ایران د ولسمشر په بریالی سفر امریکا خپل غبرګون رابرسیره کړ

14:15 - April 23, 2024
د خبر لمبر: 3489095
ایکنانیوز – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي چې پرون په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی ددغه هیواد  د حکومتي لوری، ولس  او سیاستوالانو  او دیني اوسیاسی مشرانو له تاوده هرکلی سره مخ شوی،چې د امریکا دخارجه وزارت غبرګون ئې هم راپارولی دی.

ایکنانیوز د دنیا نیوز له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریسي  پخپل دغه درې ورځني سفر کې په لومړۍ ورځ  د پاکستان له لومړی وزیر شهباز شریف سره  له خبرو اترو وروسته پخپل ګډ خبری کنفرانس کې په ډاګه ووئيل، له ترهه ګرۍ  او  افراط پالنې سره په مبارزې او مقابلې کې دا یران او پاکستان  دملګرتیا پراختیا یوه ضروري چاره ده .

 هغه همداراز د پاکستان له ولسمشر  آصف زرداری سره هم لیده کاته وکړل او د دوو اړخیزو اړیکو  او دسیمه ایزو او نړیوالو بدلونونو په باب ئې ورسره بحث او مشورې وکړې.  داسلامی ایران ولسمشر همدرااز  د پاکستان د مشرانو  او ولسی جرګې له مشرانو سره  او دغه راز ددغه هیواد دسیاسی او مذهبی ګوندونو له مشرانو اوسیاستوالانو سره هم لیده کاته وکړل چې په دغو کتنو کې  د اسرائيلو د وحشي رژيم په ضد د ایران د سپاه پاسدارانو ځوابي اقدامات  او دغه راز د غزې تړانګې د مظلومو خلکو څخه دایران د بشپړ ملاتړ او مرستو قدرونه اوستاینه وشوه.

 همداراز د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر پرون ناوخته د پآکستان دپوځ له عمومي قوماندان جنرال عاصم منیر سره  هم کتنه وکړه او ددواړو  هیوادونو د پوله ایز امنیت او دغه راز ئې  ورسره د سیمه ایزو او نړیوالو پيښو اوترینګلتیاؤ په باب هم مفصلې خبرې وکړې.

 پاکستان ته د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشر بریالي سفر  او له دیني او سیاسی مشرانو سره لیدو کتو او دغه راز د دغه هیواد دپوځ له مشر قوماندان  سره کتنې د امریکائي استعمار غبرګون هم راوپاروه او دخپل عادت په اساس ئې دسیمه ایزو هیوادونو د یوځاي کیدا او د خپل برخلیګ پخپله د فیصلو کولو  په خلاف یو ځل بیا خوله وازه کړې او د پاکستان حکومت او پوځ ته ئې خپل دزړه تورتم ښودلی دی.

 د امریکا دخارجه وزارت ویندوي میتهیو ملر  د ایران او پاکستان ترمینځ  په تجارتي موافقو او پریکړو په غبرګون ښودلو  سره وئيلي دي ،  چې له ایران سره دتجارتي تړونونو ترسره کیدا  د بندیزنو خطره هم په ځان پسې درلودلی شي،دغه تجارتي تړونونه ممکنه ده دامریکا بندیزونه رابرسیره کړي او باید پاکستان دې له ایران سره له نزدیکت او تجارتي تړونونو ډډه وکړي.

ملر په خبری ناستې کې ددې خبرې په کولو سره چې امریکا د پاکستان له ګاونډیانو سره دارتباط ټينګول څاري ، ووئيل، چې  امریکا د پاکستان  د برآمداتو ترټولو لویه منډئي  ده ، او مونږ  ددغه شراکت کونې  دجاري ساتلو په تمه یوو.  هغه په عین حال کې  پخپلو خبرو کې  پاکستان یو شان ګواښلی چې  له ایران سره  د اړیکو د پراخولو او دتړونونو له لاسلیک کیدا مخکې باید له امریکا سره خپلو ښو اړیکو ته هم پام وکړي او باید له ایران سره  له تجارتي  تړونونو ډډه وکړي.

 په عین حال کې د پاکستان دپوځ عمومي قوماندان جنرال قاری عاصم منیر  هم د ایران له ولسمشر سره په کتنې کې د دوو اړخیزو اړیکو په تیره بیا د امنیتی او پوځي ډګرونو کې د ملګرتیا اود مشقونو په ترسره کولو هم پخلا شوی  او وئيلي ئې دي، د پاکستان پوځ  له ایران سره  د دوواړخیزو ملګرتیاؤ پراخولو ته تیار دی

د پاکستان د پوځ ائي ایس پي آر ادارې   له دغو لیدو کتو وروسته په یوې اعلامیې کې ويلي دي جنرال عاصم منیر وئيلي دي ، چې د ایران  پاکستان پوله د  امن اودوستۍ پوله ده او  د پاکستان او ایران پوله  پځپلو کې داړیکو پراخولو او همغږئ ته اړتیا لري چې په دې باب به د پاکستان پوځ  هرډول  ملګرتیا او  داړیکو پراختیا لپاره خپلې هڅې دوه چنده کړي. او دترهه ګرو او ترهه ګرۍ  بې ځایه هڅې به هیڅکله هم د ایران او پاکستان په اړیکو کې خار پار رامینځة نه کړي او دوي به خپلو سپيرو موخو کې هیڅکله هم بریالي نشي.

https://dunya.com.pk/index.php/dunya-headline/HeadLineRoznama/806850_1    

captcha