IQNA

قرآنی سیالۍپه ایران کې د قرآني غورځنګ د سسټماټيک کیدا نښه ده(فیلم)

11:21 - February 20, 2024
د خبر لمبر: 3488752
ایکنا- شیخ خیرالدین علی الهادي په یولړ څرګندونو کې ووئيل،  د ایران د قرآن نړیوالې سیالۍ،  د ایران په اسلامی جمهوریت کې د قرآن سسټماټیک شوي غورځنګ د ودې ښوده کوي، دغه سیالۍ له نورو سیالیو سره ډيرفرق کوي،ځکه  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ټولو هیوادونو یوه منل شوې ښکارنده ده.

د حسینی مقدس آستان  ددارالقرآن مدیر او  د ایران د قرآن د نړیوالو سیالیو په څلویښتم پړاؤ کې دوفق اوابتدا د څانګې قاضي شیخ خ یر الدین علی الهادي  ایکنانیوز سره په خبرو کې  ټينګار وکړ،  چې د ایران د قرآن نړیوالې سیالۍ د ایران په اسلامی جمهوریت کې  د قرآني سسټماټیک شوي غورځنګ ښودنه کوي.

شیخ خیر الدین ووئیل،  په پیل کې د قرآن د نړیوالو سیالیو دڅلویښټم پړاؤ د ترسره کیدا په خاطر  چې له نورو سیالیو څخه  په ډیرو اړخونو کې  فرق کوي، او د اسلامی ایران د لوړپوړوچارواکواو د  اسلامی انقلاب دستر لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه ي په ملاتد سره ترسره کیږي، د ایران  اسلامی جمهوریت  او د نړۍ درستو قرآن پالو اوقرآنیانو ته  مبارکي وایم.

هغه ووئيل،دغه سیالۍ  د ایران په اسلامی جمهوریت کې د قرآني سسټماټيک شوي غورځنګ ښودنه  او نښه ده ، همداراز دغه سیالۍ  له نورو ډيرو سیالیو سره  فرق لري، ځکه  د نړۍ ددرستو سیمو دټولو هیوادونو منل شوي  دي او دا ښئ، هغه شعار چې  په دغو سیالیو کې مطرح شو، یعني ؛ یو کتاب،یوملت ،د مقاومت کتاب ؛  ددغو قرآني سیالیو  له پيښو او ولولې او پرتم سره سمون خوري.

مسابقات نشانی از نهادینه شدن نهضت قرآنی در ایران است + فیلم

شیخ خیرالدین په دوام کې ووئيل، دغه سیالۍ ډير داسې جذابیّتونه لری چې  د اوسمهال له خاصو شرائطو سره  په تناسب کې دي ، په تیره بیا هغه کړاؤ  چې په غزې تړانګې کې دمونږ بچیان، خوئيندې او وروڼه ئې زغمي. ددغو سیالیو ولولناکه  و پرتمینه فضا  د قرآنی مفاهیمو واقعي مصداق دی چې  دخپلو خوږو  بچیانو او قاریانو  په قرآئت اوتلاؤت کئې  په تدبّر سره وینو.

د عراق  دغه قرآنی مسئول  زیاته کړه،همداراز ددغو سیالیو یوه بله مهمه مسئله د نړیوالې ټولنې په سویه  د په نړیوال ماډنزم  بهیر کې ددغو سیالیو اغیزې دي، قرآن کریم یو اغیز شیندونکی آسماني کتاب دی  و خپلې ا غیزې ئې په تولو کلونو او تیرو زمانو کې نندارې ته وړاندې کړي دي او په روښانه توګه د یوه وګړي په توګه  د انسان او د یوې  ټولنې په جوړولو کې د یو اغیزشیندونکي نیالګي او اورګان په توګه دی ، پر دې اساس درستې ټولنې  د  هغو قرآني آیتونو او بلنو تر اغیزو لاندې دی  چې  اوس ئې  په  دغو سیالیو کې  او  د قرآن کریم د حافظانو او قاریانو له خولې آورو.

مسابقات نشانی از نهادینه شدن نهضت قرآنی در ایران است + فیلم

 د حسینی مقدس آستان  د دارالقرآن  مدیر  په دوام کې ووئيل، پردې اساس وایم چې دغو سیالیوډير څه  وړاندې  کړلاو هماغه شان منتظر یوو څو له دغه شان قرآنی غونډو اوسیالیو څخه په استفادې سره چې  هغو لوړو آرماني درجو ته  چې  دیوې صالحې  ټولنې جوړیدا ده ورسیږو، او دا  اصلاح او جوړونه ، د وګړو د تربیّت او جوړولو له لارې  پیلږي. زما په اند ،اوس  او  د دنیا د هغو ډيرو هیواونو په مشارکت سره  چې  له ډیرو لیرو سیمو او څخه  او په لوړ همت او هوډ سره په دغو ولولناکو سیالیو کې شتون لري،  دخپلو موخو ځينو برخو ته  رسیدلي یوو  او ان شاالله  د اسلامی ملتونو ترمینځ  د تاؤدو اړیکو د ټينګیدا او بریالیتوب لپاره لازیات کلک هوډ رامینځةشي.

https://iqna.ir/fa/news/4200541

captcha