IQNA

د اسلام او ایمان فرق څه دی ؟

8:40 - January 07, 2024
د خبر لمبر: 3488534
ایکنا- اسلام قانونی ظاهری شکل لري، او هرڅوک شهادتین په ژبه جاري کړي،د مسلمان په لیکه کې راځي او د اسلام احکام پرهغه جاری کیږي،خو ایمان یوه باطني او واقعي چاره ده او د هغه ځائيګی د انسان زړه دی ، نه ژبه او دهغه ظاهر.

د اسلام او ایمان توپیر څه دی ؟ د قرآن کریم په الحجرات سورې په ۱۴آیت کې راغلي دي ،؛ قالَتِ الْأَعْرابُ آمَنَّا قُلْ لَمْ تُؤْمِنُوا وَ لكِنْ قُولُوا أَسْلَمْنا وَ لَمَّا يَدْخُلِ الْإِيمانُ فِي قُلُوبِكُمْ ...   د اسلام او ایمان توبیر په دې کې دی چې اسلام قانونی ظاهري بڼه لري او هرڅوک شهادتین پر ژبه جاری کړي ، د مسلمان په لیکه کې راځي او داسلام احکام پر هغه جاري کیږي، خو ایمان یوه باطنی او واقعی چاره ده او د انسان په زړه کې ځائيګی لري، نه د هغه په ژبه اوظاهر کې .

د اسلام منلو لپاره  انسان ممکنه ده ،ځینی مختلفې انګیزې ولرل شي، حتی مادي او شخصي ګټې او انګیزې ، خو ایمان حتما  له معنوي انګیزو او علم څخه سرچینه اخلي، لکه څنه چې د  اسلام ګران پیغمبر(ص) فرمائيلي دي ، الاسلام  علانیة؛ و الایمان فی القلب؛ اسلام یوه ښکاره چاره ده ،خو   دایمان ځای زړه دی . (مجمع البيان، ج 9، ص 138). همداراز په خينو روایتونو کې راغلی دی  چې د اسلام مفهوم لفظي اقرار ته ځانګړی شمیرل کیږی ،په داسې حال کې چې ایمنا   په عمل سره یو ځاي معرفی شوی دی  (الکافی، ج2، ص24).  

ایمنا له اسلام سره شریک دی ،خو ایمان سره اسلام شریک نه دی ، په بل تعبیر ، هر مومن مسلمان دی وخو هر مسلمان مومن نه دی . ایمان  هغه دی چې په زړه کې ځائي ومومی ، خو اسلام داسې شی دی چې  د هغه په اساس د نکاح،وارث او دوینې ساتلو قوانیو جاری کیږي. (الکافی، ج2، ص24).

(دا مطلب د تفسیر نمونه  له ۲۲جلده او ۲۱۰صفحې څخه اخستل شوی دی)

captcha