IQNA

د فلسطین له مظلوم ولس سره د پيوستو لپاره د پاکستان ګارګری فعالانو اومیرمنو مظاهرې وکړې

7:28 - November 06, 2023
د خبر لمبر: 3488225
ایکناـ(اسلام اباد) په پاکستان کې کارګری ټولنې او ښځینه فعالانو د لړمد میاشتې په دیارلسمه نیټه  په لاهور،کراچۍ  پنډۍ  او خینو نورو ښارونو کې د فلسطینیانو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د څاروي ډوله  جنایتونو په محکومیّت کې  مظاهرې وکړې او له جنایتکار او تیریګر صهیونیسټي رژيم او دهغو ملاتړې امریکا څخه ئې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه.

ایکنا نیوز  راپور راکړ، دپاکستان دپنجاب صوبې په مرکز لاهور کې دډيموکراټيک کین پالې جبهې غړو او  کارګري پرګنې  ستره مظاهره وکړه او په دغې مظاهرې کې ګډون کونکو له غزې سره د پیوستون او دفلسطین په ملاتړ کې شعارونه ورکړل.

 د کارګري  ټولنو  مشرانو په دغې  مظاهرې کې  له وحشي صهیونیسټانو د  امریکا او دهغې دمتحدانو  ملاتړونه په کلکه محکوم کړل او  دغزې دخلکو په وضعیّت ئې دنړیوالو څارونکو   اورګاننوو دفوري اقداماتو غوښتنه وکړه.

 د پاکستان د زمیندارو دګوند مشر او د پوهنتون  استاد تیمور رحمنا  په دغې مظاهرې کې پخپلې وینا کې  ووئيل، دغزې مظلوم خلک  د نړۍ د اازادي غواړو ملتونو مرستو اوملاتړ ته ډير زیات ضرورت لري.  هغه د لویدیځ په تیره بیا دامریکا دوه  ګوڼوالی  په تیره بیا د فلسطین په نیواکي ټاتوبو کې داسرائيلو د یرغلیزو  اقداماتو  ملاتړونه سخت ورټل  او  د اسلامی هیوادونو له واکوالانو ئې وغوښتل څو له فلسطین سره د  مرستې او په غزې کې داور بند په ترسره کیدا کې  رول ولوبوي.

همداراز دپاکستان په کراچۍ کې هم د جماعت اسلامی ګوند په اهتمام سره میرمنو ستره مظاهره وشوه او اعتراض کونکو میرمنو  دغزې دمظلومو ماشومانواومیرمنو په ضد داسرائيلو ترهه ګر اقدامات په سخته وغندل او ددریدا غوښته ئې کړه.  

 میرمنو  په غې سترې مظاهرې کې مړه دې امریکا او مړ دې وي اسرائيل په شعارونو ورکولو سره  د غزې له بې دفاع او مظلومو خلکو سره خپله خواخوږي او پيوستون څرګند کړ.

https://www.taghribnews.com/fa/news/613537

 

captcha