ایکنا د رهبرۍ د آثارو د حفظ او نشر ددفتر د اطلاع رسونې د برخې له قوله راپور راکړ، په وروستیو شپو ورځو کې د تهران د یوه ښونځي یو شمیر فارغ التحصیلانو او زده کونکو په یوه لیک کې له حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي غوښتي دي څو په حسیني اربعیّن کې د شتون د لازیات برکتناک کیدا لپاره ورته سپارښتنې وکړي.
د اسلامی انقلاب د ستر لارښود او مسلمانانو د ولی امر دځواب متن په دې ډول دی .
بسمه تعالی
د تاسو زیارت مو قبول شه، خوږو بچیانو! په دغه مقدس او معنوي لاریون کې د توَسل اوتوجه فرصت له لاسه ورنه کړئ او هم د سید الشهدا علیه السلام په مجاهدت او دهغو په هدف او هغو برکتون کې د تامل اوتفکر فرصت چې خداوند متعال دغې لوئې سرښیندنې ته ډالۍ کړی ، هغه هدف،باید دهر یوه مومن انسان هدف اوموخه شي. له خداوندمتعال څخه هدایت اوتوفیق وغواړئ او د هغه هدف په لاره کې ثابت قدم ووسئ.
سید علی خامنه ای