IQNA

په ډنمارک کې د قرآنکریم پر سوځولو بندیز لګول شوی

16:34 - August 26, 2023
د خبر لمبر: 3487856
ایکنا – (ډنمارک) د ډنمارک حکومت په عامه ځایونو کې د قرآنکریم په سوځېدو بندیز لګولی دی.

ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې، د یاد هېواد چارواکو ویلي، داسې طرحه یې وړاندې کړې، چې له مخې به یې په عامه ځایونو کې د قرآنکریم پر سوځولو بندیز وي او هر هغه څوک چې ترې سرغړونه وکړي، نو مجازات به شي.

د الجزیرې د خبر له مخې، د ډنمارک چارواکو دا کار په دغه هېواد کې د امنیت خوندیتوب لپاره کړی دی.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر لارس لوکي راسموسن ویلي چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ۱۷۰ لاریونونه شوي چې ډېری یې د سفارتونو مخې ته د قرآنکریم د سوځولو په غبرګون کې دي.

په همدې حال کې د یاد هېواد د استخباراتي ادارو چارواکو هم ویلي چې په ډنمارک کې د قرآنکریم د سوځولو له کبله د امنیتي پېښو احتمال هم په لوړه کچه کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ځله په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې د قرآنکریم د سوځېدلو پېښې وشوې، چې د طالبانو په ګډون یې  ګڼو هېوادونو توند غبرګونونه را وپارول.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i137636

captcha