IQNA

د کینیډا مسلمانانومظاهره وکړه،په ښونخیوکې دې غیراخلاقي تدریس نه کیږي

16:06 - June 25, 2023
د خبر لمبر: 3487526
د کینیډا په سلګونو مسلمانانو د کینیډا دلومړي وزیر جاستین تروډو ددفتر په وړاندې مظاهره ووکړه څو  په ښونځیو کې د غیر اخلاقي مفاهیمو په تدریس او د حکومتي ودانیو د پاسه د رنګین کمان (دهمجنس بازانو د ډلې)د بیرغ په  لګولو باندې په اعتراض کې خپله چغه ورسوي.

ایکناد پسټ میلینئل  له قوله راپور راکړ،د کینیډا په سلګونو مسلمانانو  له    سره اړونده  مطلبونو په تدریس او پر حکومتي ودانیو باندې له همجنس بازانو سره  د اړونده رنګین کمان  دبیرغ به نصبیدا باندې به اعتراض کې د  لومړي وزیر جاستین تروډو ددفتر مخې ته  غونډ شول.مظاهره چیانو شعارونه ورکول؛ زمونږ بچي پریږدئ او لانجمن بیرغ  دې لیرې شي، یوه کس  د وداندې ترڅنګ بیرغ ته په اشارې سره  خلکو ته په خطاب کې ووئيل،  مونږ په دغه ځاي کې د کینیډا بیرغ ته اړتیا لرو، دی  دکینیډا لومړی وزیر دی ، یوازط باید کینیډا بیرغ دلته ورپیږي ،یوه بل  کس چغه کړه نور به چُپه خوله کښې نه نو.

تیره اونۍ مسلمانان  او مسییحیان په ګلګري ګرډ کې سره غونډ شول څو په ښونځیو کې د انحرافي مطلبونو په تدریس اعتراض وکړي. یوه کس پکې ووئيل، مونږ مسلمانان او مسیحیان   دیوه بل ترڅنګ ولاړ یوو څو د خپلو بچیانو حفاظت وکړو.

په متحده ایالاتو کې  هم  مسلمانانو اعتراض ته مخه کړې ده . د روانې میاشتې په پیل کې د میشګن ایالت  دهمترامک مسلمان میشه  ښار د ښاروالۍ شورا په عمومي ځایونو کې  د رنګین کمان بیرغونو د رپيدا ممنوعیّت ته رایه ورکړه . په تیر اکتوبر میاشت کې په میشګن ایالت کې  په ډيربرن کې مسلمانو میّندو اوپلارانو د ښونځیو له مدیره پلاوي سره  غونډه جوړه کړه څو د خپلو بچیانو  له کتابونو څخهد غیر اخلاقي  مسئلو د زده کړې مواد حذف کړي. یوه مسلمان اعتراض کونکي  ووئیل، مونږ دغه هیواد ته راغلي یوو څو د  انتخاب آزادي ولرل شو، تاسو  هرڅه کول غواړئ ترسره ئې کړئ،خو یوازې زمونږ بچیان یوازې پریږدئ. او په ښونځيو کې دغیر اخلاقي شیانو تبلیغ کول اصلا له انسانیّت سره ظلم  دی  او دنورو پر حق ډاکه اچول دي.

https://iqna.ir/fa/news/4150206   

captcha