IQNA

قرآنی سورې/40

په غافر سورې کې د دعا د قبلیدا شرائط

14:13 - November 13, 2022
د خبر لمبر: 3486453
ایکنا-(تهران)خداوندمتعال د غافر (بخښونکی)سورې په شپیتم آیت کې ټينګار کوي،له ما وغواړئ څو زه ئې در ډالۍ کړم،پر دې اساس ددعا د منل کیدا شرط دا د ی چې دعا له خدایه وغواړو.

د قرآن کریم څلویښتمه سوره ؛غافر؛نومیږي.دغه سوره په ۸۵آیتونو سره د قرآن کریم په ۲۴سپارې یا جزوې کې واقع ده.غافر سوره چې یوه مکی سوره ده،د نزول په ترتیب کې شپیتمه  سوره ده چې د ا سلام پر ګران پيغمبر(ص) نازله شوې ده.

؛غافر؛د بخښونکي او د تیروتنې یا ګناه پټونکي په منا دی.غافر دخداوندمتال یو هغه صفت دی چې ددغې سروې په دریم آیت کې راغلی  او په همدې علت ؛غافر؛نومول شوې ده.

ددغې سورې یو اصلي چورلیز د هغه حق(قرآڼ) د له مینځه وړلو لپاره د کافرانو د جدال باطل ښودل دي چې پر دوي نازل شوی دی  پر دې اساس خداي تعالی د الهي آیتونوا و د پیغمبرانو او هم د وعده شوو عذابونو د دروغ بللو  عاقبت دوي ته یادوي.

ددغې سورې بحثونه په دغو موضوعګانو کې خلاصه کیدلی شي،ددغې سورې  لومړني آیتونه خدای تعالی ته او د هغه ځینو نیکو اوښو نامو ته پام دی؛ بیا کافرانو ته په دیناوي اواخروي غذابونو ګواښ ورکړل شوی دی او په دوام کې د موسی(ع)او فرعون او بیا د مؤمن آل فرعون د کیسې بیانول تو ته اشاره کوي. د توحید د اثبات او د شرک دباطلیدا نښه او د الهي نعمتونو د یوې برخې یادول او په ډير ښه انداز سره د پیغمبر بلنه ددغې  سورې نور بحثونه دي.په دغې سورې کې همداراز د تیرو وختونو په نسبت د عبرت د اخستو په خاطر مختلفو ټاټوبو ته پر مسافرت ټينګار شوی دی.

د غافر سورې له ۲۸ آیته تر ۴۵پورې آیتونه د مؤمن آل فرعون  کیسې بیانوي.د مومن آل فرعون،د فرعون  خزانچي او د آکا زوی ؤ چې پخپل اوږد عمر کې ئې خپل ایمان له فرعون څخه پټوه.دحضرت موسی(ع) د څرګندې بلنې په وخت کې،مومن آل فرعون هم خپل ایمان څرګند کړ او په  نهایت کې د فرعون په لاس ووژل شو. د هغه لاسونه او ګوتې پر صلیب وځړول او هماغلته وچ  او فلج شوي وو او په عین حال کې ئې خپل قوم ته اشاره کوله او وئيل ئې ؛له ماپيروي وکړئ څو تاسو د کمال او ودې لارې ته هدایت کړم.

ددغې سورې یوه بله موضوع،دخداوندمتعال له خوا د دعا قبلیدل دي .د غافر سورې په شپیتم آیت کې راغلی دي، «وَقَالَ رَ‌بُّکمُ ادْعُونِی أَسْتَجِبْ لَکمْ:  ؛ له ما وغواړئ څو دتاسو دعا قبوله کړم.

د دعاد استجابت یا منل کیدا د شرائطو په باب په تفسرونو کې راغلی دي،د څلورو ډلو یا کسانو دعا نه قبلیږی،څوک چې په کور کې ناست وي او وائي ،خدایه ! ماته روزي راکړه؛ هغه کس چې له خپل خاونده یا ماندنې خپه دی او دعا کوي چې د هغه له شره خلاص شي؛ هغه څوک چې خپل مال او دولت چټي ضائع کوي اووائي خدایه ! راته روزي راکړه او  هغه کس چې له شاهد پرته چاته قرض یا پور ورکړي.

captcha