IQNA

قرانی سورې/45

په جاثیه سورې کې د قیامت ورځې یو روښانه انځور

15:14 - December 07, 2022
د خبر لمبر: 3486564
ایکنا-(تهران)  له مرګ وروسته دنیا یوه ناپيژندل شوي او مبهمه دنیا ده. که څه هم په آسماني او دیني کتابونو کې ددې په باب ډيرې خبرې شوي دي،خو ځيني  ئې ردوي او خیال کوي،دا ټوله پخوانۍ کیسې او افسانې  دي. په عین حال کې قرآن کریم په مختلفو سورو کې له مرګه د وروسته دنیا یو روښانه انځور وړاندې کړی دی.

 د قرآن کریم پنځه څلویښتمه سوره ؛ جاثیه؛ نومیږي. دغه سوره په اوه دیرشو آیتونو سره د قرآن کریم په پنځه ویشتمې سپارې کې واقع ده.دغه سوره چې په مکې کې نازله شوې ده ،دنزول په ترتیب کې پنځه شپيتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

دغه سوره جاثیه نومول شوې ده،ځکه ددې په ۲۸آیت کې، دخپلو عملونود نامې د ترلاسه کولولپاره په قیامت کې د ډيرو خلکو د په ګونډو کیدا خبره شوې ده.جاثیه ، په لغت کې د  ؛ګونډو کیدا؛ په معنا ده.

ددغې سورې هدف  دتوحید دین ته د  انسان عمومی بلنه ده.جاثیه سوره،په پیل کې د توحید له مسئلې سره پیلیږي او بیا د نبوت موضوع  ته  له پیغمبرانو څخه پر پيروۍ ټینګار ته اشاره کوي.

همداراز هغو مستکبرانو ته چې د خداي دآیتونو او نښو نښانو انکار کوي ،سخت خبرداری ورکړی او ګواښلي ئې دي او هم هغو کسانو ته چې د خپلو نفساني خواهشاتو پیروي کوي، په داسې حال کې چې پخپلې ګمراهۍ خبر دي ،خبرداری ورکوي.

جاثیه سوره د مونږ لپاره،له اسلامی بلنې سره د مشرکانو د مخامخیدنې یو اړخ  او ددغې بلنې  له دلیلونو او نښو سره په مخامخیدنې  کې د هغو له رودې  او له حقایقو او د اسلامی بلنې له موضوع سره په مقابلې کې د هغو د سختیو او له هوا وهوس او نفساني خواهشاتو څخه دهغوي د بشپړ پیروئ چارې انځوروي.  

جاثیه سوره د خداي په لور د انسانانو بلونکي ده.دغه سوره خلک به هغه برهان او دلیل سره چې کله کله به ګواښ او هڅونې سره یو ځای ده،دغه حقایق  بیانوي.

دغه سوره د پيغمبرۍ د موضوع او د  ایمان دلیلونو او توحید په ذکر کولو سره پیلیږی او په دوام کې د  انسان  او نورو موجوداتو په پنځونې او مځکې او آسمان کې  دخداوندمتعال دنښو نښانو بیانول او د الهي جلال او پرتم  بیانوي.

په دوام کې یو شمیر ګناهګارانو ته اشاره کوي چې پر الهي نښو  د غرور او تکبر له امله سترګې  پټې کړي او ورڅخه ئې انکار  کړی. په دې سورې کې ټينګار شوی  چې  په قیامت کې  ددوي سزا جهنم او دردناک عذابونه دي.

په عین حال کې  د هدایت لاره پر دوي پرانیزي او پر مځکه او آسمان د خداي تعالی دځينو نورو نښو په بیانولو سره دوي  تفکر ته هڅوي او په نهایت کې معاد ته په اشارې سره  د  انکار کونکو ګواښلو ته مخه کوي.

په دغې سورې کې قیامت په ملموس ډول  وړاندې شوی دی. درستې ډلې ویني چې د خپلو عملونو د محاسبې او ارزونې په انتظار کې دي،دخپلو عملونو  نامه او لیک ترلاسه کوي په داسې حال کې چې  درست شیان  پکې ثبت دي،هغه مهال  مختلف امتونه په دوو ډلو ویشي،د صالحو مومنانو هغه ډله چې له الهي رحمته برخمن دي او د ګناهګارو کافرانو ډله چې په رسوائۍ او رټلو سره مخه ده،دهغوي ځائيګی اور او جهنم دی.

تړلې خبرونه
captcha