IQNA

قرآني سورې (23)

په مومنون سورې کې د حقیقي مومنانو پنځلس صفتونه شوي

6:43 - August 03, 2022
د خبر لمبر: 3486058
ایکنا-(تهران) مومنون سوره په مکې نازله شوي سوره ده چې  دحقیقي مومنانو  ځانګړنې او صفتونه بیانوي، هغه کسان چې له چټي کارونو او خبرو ډډه کوي اوپاک ژوندلري.

مومنون سوره د قرآن کریم درویشتمه سوره ده   چې په یوسل اتلسو آیتونو سره په اتلسمې سپارې کې واقع ده . دغه مکي سوره، څلور اویایمه سوره  ده چې پر پیغمبر اکرم نازله شوې ده او دا  مومنون نومول شوې ده ځکه په لومړي آیت کې  (قد افلح المؤمنون) د مومنانو ژغورل کیدا ته په اشارې سره پيلیږي  او وروسته د دوي له صفتونو څخه پنځلسو صفتونو ته ئې اشاره کړې ده.

 له چټي خبرو او کاره مخ اړول،دخیر او خیګڼې په کارونو کې مخکښ کیدا،د حضرت موسی(ع)او حضرت نوح (ع)کیسو، د انسان خلقت، او معاد ته اشاره ددغې سورې نوره موضوعګانې دي.

علامه طباطبائي په تفسیر المیزان کې،په خداي او دقیامت په ورځ ایمان ،د مومنانو دغوره صفتونو  او د اخلاقي رذالتونه د کافرانو صفتونو بیانو،مومنانو او کافرانوته د خداي تعالی د جایزو او ویرولو  او  د نوح له پړاوه تر عیسی علیه السلام ترپړاؤپورې  پر تیرو امتونو باندې د نازل شوو بلاګانو بیانول، دمومنون سورئې اصلی بحثونه  ګڼي.

په تفسیر نمونه کې  هم دمومنون  دسورې محتوا،د  اعتقادي او عملی درسونو  او د مومنانو د ویښولو اوسمې لارې د چارو دبیانولو ټولګه بلل شوې ده .

د مومنون سورې موضوعګانې په اوو برخو کې  ویشل کیدلی شي .

لومړئ برخه چې  د سورېئ له پیله  شروع کیږي ،تر څو نورو آیتونو پورې  دهغو صفتونو ښودنه کوي، چې دمومنانو د بریالیتوب  او کامیابۍ زمینه ده  او وبه وینو  دغه صفتونه  داسې حساب شوي او جامع دي چې د  شخصي او اجتماعي ژوند   مختلفو اړخونه   تر خپل پوښښ لاندې راولي.

په دوهمې برخې کې  دخدای پيژندنې  مختلفو نښو نښانو ته ئې اشاره کړې ده او دپنځون دحیرانونکي نظام بیلګې ئې  په آسمان او مځکې او  دانسان او حیوانانو او بوټو په پنځونې کې مطرح کړي  دي.

 په دریمې برخې کې د حضرت نوڅ،هود،موسی او عیسی علیهم السلام  په څير د  لویو پیغمبرانود ډله ایز  عبرت اخستونکي ژوند شرحې ته مخه کړې ده او ددوي د ژوند ډيرې ټيټې هسکې ئې بیان کړي دي.

په څلورمې برخې کې سرزورو او مستکبرانوته خطاب کوي او په منطقي  دلیلونو او کله کله په تندو او کوټلو تعبیرونو سره دوي ته خبرداری ورکوي ،څو د دوي زړونه تیار شي  او دخداي په لور د ستنیدا لاره پیدا کړي .

په پنځمې برخې کې د معاد په باب کوټلی بحثونه بیان شوي دي  او په شپږمې برخې کې  د عالم پر هستۍ دخداي تعالی د حاکمیّت او پر درستې نړۍ دهغه دفرمان د نفوذ خبرې کوي .

بلاخره  په اومې برخې کې  بیا هم د قیامت،حساب کتاب، دنیکو کسانو جزا او انعام او د بدو کسانو دسزا خبرې کوي،او د انسان د پنځونې دهدف په بیانولو سره سوره پاي ته رسیږي اوپه دې توګه ددغې سورې محتوا یوه ټولګه ده،د اعتقادي اوعملی درسونو او دله پيله تر پاي پورې د مومنانو د تګ د لارې د بیانولو او ویښونکومسئلو.

تړلې خبرونه
captcha