IQNA

په هند کې دتاؤتریخوالي کمیدا د مسلمانانو په ضد له نفرت سره له مقابلې سره تړلې ده

15:16 - August 01, 2022
د خبر لمبر: 3486053
ایکنا-(تهران)له افراط پالنې  سره دمبارزې  لپاره د الازهر دفاعي ادارې دهندي مسلمان خبریال دخوشی کیدا په هرکلی سره ، په هندوستان کې د دیني تاؤتریخوالو کمیدا د مسلمانانوپه ضد دکرکې او نفرت له خوریدا سره له مقابلې سره تړلې ده.

ایکناخبری آژانس د الوفد له قوله راپور راکړ، له افراط پالنې سره د مبارزې لپاره دالازهر دفاعي ادارې د هندي مسلمان خبریال  د خوشی کیدا په هرکلي سره  چې  اسلام ته د واکمن بي جې پي ګوند د مسئولانو سپکاوي ئې ایشوا کړي ، د مسلمانانو په ضدد نفرت اچونې او کرکې سره مقابله،دهندوستان په ټولنې کې دمذهبی تاؤتریخوالو  د پيزواني کولو لپاره ضروري وبلله . ددغې دفاعي ادارې په وینا،دا چاره به د هند د پرمختګ اوثبات لپاره یوه سریزه وي .

هندي رسندویو راپور ورکړی،د هندوستان سترې محکمې یا سپریم کورټ  د هندي خبریال محمد زبیرد خوشی کیدا حکم صادر کړی او د هغه په ټولنیزو چینلونو کې دټویئټ یا خپرونې ممنوعیّت ئې هم لغوه کړی دی .

 دهند پولیسو محمد زیر  د اسلام په ضد د بې جې پي واکمن ګوند دویندوي د سپَکو څرګندونو په ایشواکونې پسې نیولی ؤ. په هغه وخت کې دغه ایشواکیداپه هندوستان د ډيرو مسلمانو هیوادنو د سخت اعتراض سبب شوه .

https://iqna.ir/fa/news/4074913/کاهش-تن

captcha