ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،په پاکستان کې سږکال د کشمیر له ولس سره دپيوستون ورځ په داسې حال کې لمانځل کیږي، چې دپاکستان او هند په پولو کې وضعیّت هماغه راز ناکراره او ترینګلي دي ا دواړه هیوادونه ، د ۲۰۲۱کال په فرورۍ کې د سرحدي اوربند له تړونه د پيروۍ لبپاره د موافقې له نوي کولو وروسته ، له هرډول ډز ډوز او نښتو ډډه کوي.
ددغه راپور په اساس له کشمیري ولس سره دد پیوستون د ورځې سره په یووخت د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، ولسمشر عارف علوي او د پوځ مشر قوماندان جنرال قمر جاوید باجوه پخپلو جلاجلا پيغامونو کې ، پر نړیوالې ټولنې غږ کړی ، دهغه څه په باب دې دقیقې څیړنې وکړي ، چې دهند ترکنټرول لاندې په کشمیر کې دبشری حقوقو ښکاري خلاف ورزۍ دي او د کشمیر د موضوع په باب دې د ملګروملتود امنیت شورا پریکړه لیکونه اجرائي کړي .
د ملګرو ملتو د امنیت شورا دیوه پریکړه لیک په اساس ، چې په لومړي ځل په ۱۹۴۸کال کې تصویب شوی ، د کشمیر ولس باید د خپل برخلیک د ټاکنې او فیصلې حق ولرل شي او د کشمیر خلک باید پخپله وټاکي چې دهند او یا پاکستان تر سیوري لاندې ژوند وکړي .
داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان په اسلام اباد کې دکشمیر له مسلمانانو سره د پیوستون په پرتمین لاریون کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي ،د ولسی جرګې مشر او نورو سیاسی او مذهبی او مدني مشرانو هم ګډون کړی او په ډاګه ئې ښودلې ده چې د پاکستان حکومت او ولس د کشمیر له ولس څخه خپل معنوي ،ډيپلوماټيک او سیاسی ملاتړونو ته هماغه راز دوام ورکوي .