ایکنا خبری آژانس د The Wire، له قوله راپور راکړ، له دې یوه ورځ وروسته چې رابور شو ، دهند په ګروګان ښار کې د سیک ټولنې مسلمانانو ته د سیکانو په عبادت ځاي ګردوارې کې دجمعې لمانځه د قایمولو وړاندیز وکړ ، نو Indian Express راپور ورکړ چې د سیکانو دغه رهبر د ښي پالو او دهندوانو زوړ پالو ډلو پرې دباؤنه واچول او هغه هم له خپل وړاندیزي خبرو په شا شو .
دنومبر دجمعې لمانځه له ترسره کیدا مخکې د سیکانو یوه رهبر شردیل سنګ سیدو وئيلي وو ، چې په دغه ښار کې پنځه ګوردوارې د مسلمانانو د جمعې لمانځه د قایمولو لپاره وړاندیز کړي دي ، خو د سیکانو پر دغه رهبر د افراطي سیکانو دباؤنه زیات شول څو دغه سیک رهبر هم ووائي چې رسندویو د هغه خبرې تیروتي منعکس کړي دي . زیات شمیر مسلمانانو د یوه هندو تاجر په یوه ستر دکان چې د غه ځاي ورته وړاندیز کړی ؤ دجمعې لمونځ ا دا کړ .