IQNA

د افغانستان په غزني ولایت کې د قرآن کریم د ختم په مراسمو کې چاودنه

6:47 - December 19, 2020
د خبر لمبر: 3483912
تهران (ایکنا) - د چاودنې پر مهال په دغه کور کې د قران کريم ختم روان و.

د کورنيو چارو وزارت وايي ن د غزني ولايت د ګيلان په ولسوالۍ کې په يوه کور کې چاودنې ۱۵ تنه ملکیان وژلي او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.
چاودنه د جمعې په ورځ، ډسمبر ۱۸ (لیندۍ۲۸) شوې.
د وزارت وياند طارق آرین ويلي چې چاودنه دوه بجې د ګیلان ولسوالۍ په اغا جان سيمه کې په يوه کور کې په زرنج موټرسايکل کې د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده٠
د چاودنې پر مهال په دغه کور کې د قران کريم ختم روان و٠
د غزني والي وياند وحيدالله جمعه زاده ویلي چې د لومړنيو معلوماتو په اساس په چاودنې کې ١١ ماشومان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان شوي دي٠
بلخوا د غزني د روغتيا رٸيس ډاکتر ظاهرشاه نېکمل وايي چې دوى ته د چاودنې له ځايه ١٢ مړي او ١١ ټپيان روغتون ته وروړل شوي دي٠
تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې د کولو ادعا نده کړې٠
3941802

captcha