IQNA

د پاکستان حکومت وائي؛د سیمې تاؤتریخوالي،د اسرائيلو په غیرمسئولانه اقداماتو کې ریښه لري

15:01 - April 20, 2024
د خبر لمبر: 3489074
ایکنا – د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې  په مینځني ختیځ کې د تاؤتریخوالي پر ختمیدا په ټينګار سره  ووئيل، په دمشق کې د ایران د سفارت په کنسولي برخې په حملې کې د اسرائيلي نیواکګر رژي م بې پروائي د حالاتو د ترینګلتیا سبب شوې ده.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ،د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې میرمن ممتاز زهرا بلوچ په اسلام اباد کې پخپل اونیز خبری کنفرانس کې  ووئيل، پاکستان د ایران د  اسلامی جمهوریت د و لسمشر ابراهیم ریئسي راتلونکي سفرته مخ په وړاندې نظر لري او مونږ د خپل محترم میلمه تاؤده هرکلي  ته کلک هوډ لرو.

هغې ووئيل، مونږ به پاکستان ته د آیت الله ریئسي د سفر تاریخ او پروګرامونه وروسته اعلان کړو. میرمن ممتاززهرا د سیمې د حالاتو په باب هم ووئيل، مونږ په مینځني ختیځ سیمې کې د تاؤتریخوالي دفوري ختمیدا او په غزې کې د اسرائيلو دجنایتونو ددریدا لپاره د نړیوالې ټولنې د اغیزشیندونکي اقدام غوښتونکي یوو.

 هغې په ایران کې د چاودنو دغړ د آوریدل کیدا په پاب له ځينو راپورونو سره د اړونده پوښتنو په ځواب کې ووئيل،مونږ دحالاتو په سنجولو بوخت یوو او د لاروښانه اطلاعاتو د ترلاسه کیدا په بڼه کې به دریځ غوره کړو.

د پاکستان د خارجه وزارت ویندوئې د پاکستان له خوا په دمشق کې د ایران د کسنولګرۍ باندې دسارائيلو د تیریو د محکومیّت  په یادونې سره ووئيل،د اسرائيلو  غیرمسئولانه او بې پروا اقدامات په تیره به د ایران په کونسلګرۍ تیریو په سیمې کې تاؤتریخوالي اوج ته رسیولي دي،نو ځکه مونږ د تاؤتریخوالو دفوري ختمیدا  غوښتونکي یوو.

هغې ټينګار وکړ،پاکستان همداراز په غزې کې د فوری اوربند،د اسرائيلو دحملو دختمیدا او د غړې تړانګې دکلابندۍ د پاي او دغزې مظلومو خلکو ته دانسان دوستۍ دمرستو د بې ځنډه لیږدولو  غوښتونکی دی.

میرمن ممتاز زهرا  د ملګروملتو امنیت شورا ته په خطاب کې ووئيل، ددغې مرجع اونړیوال اورګان  غړي باید خپل مسئولیّت ته پابنده ووسي او اسرائيل  دفلسطینیانو د نسل وژنې او په سیمې کې د تیریو په دلیل  ځواب ووائي.

https://iqna.ir/fa/news/4211276

captcha