ایکنا د الجزیره له قوله راپور راکړ، د فلسطین کډه په سر شوي میرمنو ، د ماشومانو ته د قرآن کریم د ښودلو لپاره دیوه مرکز په تاسیس کولو سره ،په خان یونس کې د کډوالۍ سخط شرائط او بوږنونکي وضعیّت چیلنج کړی دی.
دغې چارې په غزې د وحشي صهیونیستي رژيم د حملو له وخت راهسې له ښونځیو څخه د ماشومانو د غیبت ته په پام سره د دغو ماشومانو د زده کړې د وروسته پاتیوالي دجبرانولو لپاره یو ګاغم پورته کړی دی .
د غزې د روغتیائي چارو وزارت اعلان کړی دی ،د اکتوبر له اومې نیټې راهسې تر اوسه پورې د په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټانو د حملو او جنایتونو د شهیدانو شمیر ۲۲زره ۳۱۳ کسانو ته رسیدلی او همداراز په دغې مودې کې د ټپیانو شمیر هم اوه پنځوس زره دوه سوه تنو ته زیات شوی دی .
دغه وزارت همدرااز ټينګار کړی دی، چې د صهیونیسټي رژيم وحشي پوځ په تیرو ۲۴ساعتونو کې په غزې تړانګې کې لس نوره جنایتونه اووژلې کړي چې په هغو کې کابو ۱۳۰کسان شهیدان او ۲۷۱ نور ټپیان شوي دي.