ایکنانیوز راپور ورکوي، په انګلستان ،جرمني ، نیوزیلینډ ،امریکا،فرانسې پشمول په لسګونو اروپائي هیوادنو او دغه راز نورو آسیائي او افریقائي هیوادونو کې د غزې له مظلومو خلکو سره د پيوستون او ملاتړ مظاهرې ورځ تر بلې په زیاتیدا دي او داسې کوم ساعت نشته چې په نړۍ کې د غزې له خلکو سره د پیوستونو او خواخوږئ او له اسرائيلو دنفرت او کرکې چغې پورته نشي.
په راپور کې وئيل شوي دي ،په انګلستان کې په لسګونو ښارونو او ښارګوټو کې په لکونو او زرګونو خلکو بیا مظاهرې کړي دي او د فلسطین له خلکوئې ملاتړ کړی او د وحشي صهیونیسټي رژیم جنایتونه او له دغه جنایتکار رژيمه هرډول ملاتړونه ئې په کلکه غندلي دي.
الجزیره خبری چینل راپور روکړیو چې د انګلستان په زرګونو خلکو د وحشي صهیونیسټي رژیم د هغه شرکت په لور تلونکي لار چې د صهیونیستي رژيم دپوځ تجهیزات او وسلې تولیدوي ، (Instro Precision Ltd) په لور تلونکی لاړ بنده کړه او دغه راز له دوي سره ددغه لوي شرکت کارګران هم یو ځای شول او اعتراض کې ئې برخه واخسته .
په دغې مظاهرې کې چې د انګلستان په جنوب ختیځ کنټ کې یعني ددغه شرکت په شاوخوا کې شوي ،معلماانو ،محصیلینو ،پوهنتونوالو ، روغتیائي ادارو کارکونکي عملې ګډون درلو او پلې کارډونه ئې پورته کړي وو، چې پرې لیکلي وو، اسرائيلو ته د وسلو اوتجهیزاتو لیږد ودروئ او پر فلسطینیانو ظلمونه بند کړئ او دغه راز ئې د وحشي صهیویسټي رژيم په ضد شعارونه ورکول.
د امریکا منهیټن،نیویارک ،لاس انجلس ، واشنګټن پشمول په لسګونو سترو او واړو ښارونو کې هم د فلسطین دغزې تړانګې دمظلومو خلکو په ملاتړ او د وحشی ضهیونیستي رژیم د جنایتونو په ضد ستر لاریونونه وشول
همداراز په افغانستان،پاکستان، هندوستان،کویت ،قطر ،انډونیشیا، ملایشیا پشمول په نورو لسګونو هیوادونو کې هم میلیوني مظاهرې وشوې او له خپلو حکومتونو ئې وغوښتل چې دوي ته دې دغزې له مظلومو خلکو سره دمرستې او پیوستون په خاطر د دوي د ورتلو لارې برابرې کړي څو له خپلو فلسطینییو خوئيندو وروڼو سره یو ځای د خونخوارو صهیونیسټانو په ضد وجنګیږي.