IQNA

د اسلامی  وحدت نړیوال کنفرانس

د اسلامی ورورولۍ په وړاندې ترټولو لوي خنډ ترهه ګري او افراط پالنه ده

7:21 - October 01, 2023
د خبر لمبر: 3488035
ایکنا-(تهران) د اسلامی وحدت داوه دیرشم نړیوال کنفرانس  چې د وبینار له لارې ترسره کیږي، په دوهمه ورځ د ایران او اسلامی هیوادونو  یو شمیر شخصیّتونوپخپلو ویناؤ کې خپل نظرونه او  نظرئې وړاندې کړې.

ایکنا نیوز – راپور ورکوي، د ترکیې دفاتح پوهنتون دعلمی پلاوي یوه مسئول ډاکټر ممحمد نوردوغان  د اسلامی وحدت په اوه دیرشم نړیوال کنفرانس کې پخپلې ویډیوئي وینا کې  د مذهبونو دنزدیکت د نړیوالې تولنې  دعمومی منشي  پشمول د کنفرانس د ترسره کونکو په قدرونې سره  ووئيل، نړیواله سوله ډيره مهمه ده او  د اسلامی نړۍ د راتلونکې له نظره  یو سټراټژيک فعالیت حسابیږي.

 هغه ووئيل، اساسا خداي تعالی، مسلمانان د یوه بل ورور بللی او وئيلي ئې دي،  انما المومنون اخوة" د اسلام او نړیوالې لوئې سولې په تفهیم او پوهیدا کې چې خدای تعالی  ئې امر کړړی دی، د اخوّت موضوع، ډيره مهمه ده . هغه ووئيل، د سترې شیطانې امریکا او اسرائيلو  نړیوال سیاستونه ، دترهه ګرۍ ملاتړ،زمینه او لمسول او  پر مځکې د فساد د رامینځةکولو لپاره هڅه ده، او په دې حالت کې د اسلامی ورورولۍ په وړاندې ترټولو لوي خنډ په حقیقي معنا ترهه ګري او افراط پالنه ده ، افراط او ترهه ګري په حقیقت کې  هم د   انسانانو او هم د  ټولنو  شخصي تعادل سره ګډوډوي او د یوې سالمې رابطې په چوکاټ کې د ژوند بهیر اوسم فکر او عمل کولو مخنیوی کوي.

بزرگترین مانع پیش روی اخوت اسلامی، تروریسم و افراط‌گرایی است

د افغانستان د پوهنتونو یو استاد ډاکټر عبدالباري  د اسلامی  وحدت د اوه دیرشم نړیوال کنفرانس په پنځم وبینار کې  ووئيل،  قرآن کریم   او مکه مکرمه او د اسلام  ګران پیغمبر ، اهل بیت او اصحاب  د درست اسلامی امت ترمینځ مشترک بشپړ ارزښتونو ټولګه دي  چې هر یو ئې د مونږ په مسلمانانو عملي ژوند کې  موجود دی.

هغه د اسلامی امت ترمینځ  په نورو ګډو ارزښتونو کې  کلمةالله، د جهاد فی سبیل الله  فریضه  او د خدای د مخلوق خدمت او  لامهمه  پر مځکې د   مظلومانو او مستضعفینو  څخه دفاع او  د مځکې پر مخ دعدالت ټينګول  و همداراز د اسلام د  لارښونو په اساس  دیوه نړیوال  قدرتمند نظام جوړول وبلل،چې له بده مرغه  هیر شوي دي.   

https://iqna.ir/fa/news/4171891

captcha