IQNA

د پاکستان د کویټې یو شمیر زده کونکي د شهیدقاسم سلیماني شجاعت او سرښیندنو سره آشنا شول

6:49 - September 27, 2023
د خبر لمبر: 3488016
ایکنا-( کویټه ) دپاکستان په بلوچستان صوبې کې د ؛آلایډ ؛ښوڼځیو یو شمیر زده کونکي او استاذان  په کویټه کې د ایران د اسلامی جمهوریت  دکلتوری خونې  دمختلفو برخو په لیدو سره د  اسلامی نړۍ دیوه شجاع او سرلوړي  سردار او د ایرانیانو له ملی اتل شیهد جنرال قاسم سلیماني  له شجاعتونو او سرښیندنو  خبر کړئ شول.

ایکنا د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې دعمومی اړیکو د دفتر له قوله راپور راکړ،د کویټه ښار د؛الایډ؛ ښونځیو شل کسیزې ډلې سره د یوشمیر استاذانو د یوې ورځنۍ مطالعاتي ورکشاپ په چوکاټ کې د ایران پيژندنې په موخې سره په کویټه کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوری خونې ته ورغلل. په کویټه کې د ایران د کلتوری خونې مسئول اوکلتوری چارو سلایار سید ابوالحسن  سره د کارکونکو ،د میلمنو تود هرکلی وکړ.

د کویټه ښار دالایډ ښونځیو دغو زده کونکو چې انجونې اوهلکان پکې شامل وو،په پیل کې په کلتوری خونې کې  دلګیدلي د اسلامی انقلاب دعلمی پرمختونو او د اسلامی انقلاب او دارواښاد امام خمیني د لیدتوګو او ځانګړنو په اړه د نندارتون کتنه هم و کړه او په دغه نندارتونو کې ئې موجود ډول ډول لاسي صنائع او انځورونه هم ولیدل او د ټوریزم ،جغرافیا او د کلتوری خونې دفعالیتونو په باب  د زده کونکو پوښتنو ته  ځوابونه هم ورکړل شول.

زده کونکو  د سردار شهید قاسم سلیماني د پورټریټ له لیدو وروسته چې د نندارتون  دلارې په سر کې  کیښودل شوی وو، په دې باب پوښتنې وکړې  او دکلتوری خونې مسئول   دایرانیانو دملی اتل او د اسلامی نړۍ یو میړني اوسرښیندونکي  قوماندان د ژوند او فعالیتونو په باب   لازم اړونده توضیحات  ورکړل شول. 

تبیین رشادت‌های سردار شهید سلیمانی برای دانش‌آموزان پاکستانی

ددغه یوه ورځني ورکشاپ په دوام کې  سید ابوالحسن  میري په خپلو یولړ څرګندونو کې د ایران  له خپل دوست او ګاونډي هیواد سره  دلاښې بلدتیا  لپاره د  زلمیانو او زده کونکو  ددغه شان ځانګړي مطالعاتي  او ایران پيژندنې د یوه ورځني ورکشاپ  اغیزو ته په اشارې سره ووئيل،  دایران او پاکستان کلتور او تمدن سره مشترک دی او دغه کلتوری مشترکات  ددواړو هیوادونو خلک سره لا نزدې کړي   او  دواړه ملتونه له یوه بله نه جلا کیږي . پر دې اساس  ضروري ده چې  ددواړو هیوادونو نوي نسلونه او زده کونکي لازیات له خپلو مشترکه تاریخ او کلتوره خبر شي.

https://iqna.ir/fa/news/4171267

captcha