IQNA

په مسکو کې د ۱۲ هېوادونو د استازو په حضور کې د قرآنکریم د سپکاوي پر ضد ډیپلوماتیکه غونډه

13:05 - August 05, 2023
د خبر لمبر: 3487738
ایکنا – (مسکو) د ۱۲ اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو سفیرانو او ډیپلوماتانو په هغه غونډه کې چې په روسیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربتوب جوړه شوې وه، د ځینو لوېدیځو هېوادونو هغه کړنې چې د قرآنکریم د سپکاوي په خاطر ترسره کېږي، وغندلې.

 د ايكنا خبري آژانس د خبر له مخې، دغه غونډه د ايران د اسلامي جمهوريت، سوريې، عراق او برونډي د سفيرانو او د پاكستان، تركيې، لبنان، فلسطين، قزاقستان، قرغیزستان، هند او مکسیکو د سفارتونو د مرستيالانو او لوړپوړو ډيپلوماټانو په شتون سره، په مسکو كې جوړه او د قرآنکریم په آیاتونه سره پیل شوه.

په دې کتنه کې په روسیه کې د ایران سفیر وویل: په سویډن او ډنمارک کې د بیان د آزادۍ په پلمه قرآنکریم ته تکراري سپکاوی، د بشري حقونو د معیارونو په درناوي کې د لوېدیځ د دوه ګوني معیارونو د شرم وړ ښکارندویي او د اسلام د رحماني دين په وړاندې د نفرت او تاوتريخوالي د خپرولو موخه یو ګام دی.

هغه په ​​دوام کې وویل: د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۳ میلادي کال د جولائۍ په نیمايي کې د اسلامي هېوادونو لخوا د دیني مقدساتو د سپکاوي په اړه د وړاندیز شوي پریکړه لیک په تصویبولو سره، د قرآنکریم سپکاوی وغانده او په دې هکله یې د تحقیقاتو او د بشري حقونو د عالي کمیشنرۍ د راپور غوښتنه وکړه. له همدې امله، دا عمل حتی د بشري حقونو نړیوالو سازمانونو لخوا هم تصویب او ملاتړ شوی نه دی.

په روسیه کې د پاکستان د سفیر مرستیال سومار جاوید په دې مراسمو کې وویل: د اسلامي دولتونو ترمنځ د ګډو اقداماتو دوام کولای شي په نړۍ کې د مسلمانانو سپېڅلو ځایونو ته د سپکاوي د تکرار د مخنیوي لامل شي.

د دغې غونډې په دوام کې يو شمېر نورو مرستيالانو او په مسکو کې د فعالو سفارتونو يو شمېر لوړ پوړو ډيپلوماټانو هم خپل نظرونه څرګند کړل.

په دغه غونډه کې چې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت په کوربه توب د دولسو هېوادونو سفیرانو، مرستیالانو او لوړپوړو ډیپلوماټانو ګډون کړی وو، هم د دغې غونډې د وروستۍ بیانیې او د قرآنکریم د بې حرمتۍ د مخنیوي لپاره د عملي اقداماتو په هکله خبرې اترې وکړې.

https://www.irna.ir/news/85188748

captcha