IQNA

د پیغمبرانو روزنیزه طریقه؛ موسی (ع)/15

د حضرت موسی (ع) په کيسه کې ډډه کول او برائت

7:33 - July 24, 2023
د خبر لمبر: 3487678
ایکنا- (تهران) په اصل کې، یو سړی نشي کولای له ټولو خلکو سره ښه او دوستانه اړیکه ولري. هر سړی چې هر څومره هم ښه وي، بیا هم دښمن پیدا کوي. له همدې امله، د انسانانو ترمنځ په اړیکو کې دوه ځانګړتیاوې شتون لري: مینه او نفرت. له خلکو سره د مینې کولو لپاره زموږ معیارونه باید څه وي او موږ باید له چا څخه ډډه وکړو؟

تولی او تبری (د خداى له دوستانو سره دوستي او د خداى له دښمنانو سره دښمني) د ديني چارو دوه مهم اصول دي، یعني، د انسان روح او زړه بايد متحرک او ژوندى وي او تل د بېلابېلو خلکو په اړه دقيق درېځ ولري. لکه څنګه چې د هر فرد انفرادي ځانګړتیاوې د هغه پر ​​چلند او کړنو اغېزه کوي، د ملګري په توګه د خلکو غوره کول او له هغوی سره مینه درلودل هم د شخصیت په جوړښت کې د پام وړ اغېزه لري.

په ساده ژبه، برائت او تبری یعني له هر هغه شي څخه خلاصون، چې له هغه سره ناخوښه وي او همدارنګه له هغه شي څخه د خلاصون په معنی دی چې ښه نه دی او ناوړه اغېزه لري.

د "تولی او تبری" يا د"مينې او کرکې" موضوع په اخلاقي او ښوونيزو مسايلو کې برخلیک ټاکونکې او د انساني کرامت د ودې او له بديو څخه د خلاصون لامل کېږي. له امام صادق (ع) څخه په یو حدیث کې راغلي چې هغه خپل یو ملګري جابر ته وفرمایل: کله چې ته غواړې پوه شې چې په تا کې خیر شته او که نه، نو خپل زړه ته وګوره! که له هغه چا سره مینه لري چې د خدای اطاعت کوي او ګناه کوونکی خپل دښمن ګڼي، نو ته ښه انسان یې او خدای له تاسو سره مینه لري او که د الله تعالی اطاعت کوونکی دښمن ګڼي او د خدای تعالی اطاعت نه کوونکي سره مینه لري، نو په تاسو کې خیر نشته او خدای تاسو خپل دښمن ګڼي او انسان له هغه چا سره دی چې له هغه سره مینه لري.

حضرت موسی (ع) د اولوالعزم پیغمبرانو په توګه، دا طریقه وکاروله او فرعون او د هغه له کورنۍ یې ډډه وکړه:

فرعون په خپله ماڼۍ کې د توحید له نفوذ څخه ډېر ډارېده او د موسی علیه السلام د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې، د هغه د وژلو هوډ وکړ. «وَقَالَ فِرْعَوْنُ ذَرُونِي أَقْتُلْ مُوسَى وَلْيَدْعُ رَبَّه ُإِنِّي أَخَافُ أَنْ يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَنْ يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ ؛  او فرعون وویل: اجازه راکړئ چې موسی ووژنم او هغه خپل رب وغواړي(ترڅو وې ژغوري)! زه ویره لرم چې ستاسو دین به بدل کړي او یا به په دې خاوره کې فساد رامنځته کړي!(غافر: ۲۶)

حضرت موسى (ع) چې ظاهراً په هغه مجلس کې موجود وو، په پرېکنده توګه څرګنده کړه چې له داسې ګواښ څخه نه ډاريږي او په خداى يې په توکل سره وفرمايل:

وَقَالَ مُوسَى إِنِّي عُذْتُ بِرَبِّي وَرَبِّكُمْ مِنْ كُلِّ مُتَكَبِّرٍ لَا يُؤْمِنُ بِيَوْمِ الْحِسَابِ ؛ موسی گفت: "زه خپل رب او ستاسو رب ته پناه وړم او له هر متکبر انسان څخه چې د حساب په ورځ ایمان نه لري." (غافر: 27)

د حضرت موسى (ع) له دې وينا څخه په ښکاره ډول څرګندېږي، چې هغه خلک چې دا دوه صفتونه ولري، خطرناک خلک ګڼل کېږي: 1. تکبر 2. په قيامت باندې د ايمان نه درلودل

له داسې خلکو څخه بايد ډډه وشي او خدايه ته پناه یوسي. ځان غوره ګڼل او تکبر د دې لامل ګرځي چې انسان له خپل ځان او خپل فکر پرته بل څه ونه ویني، د خدای آیاتونه او معجزې جادو بولي او پرهیزګاره خلک بې اصله ګڼي.

 د قيامت په ورځ د ايمان نه درلودل د دې لامل ګرځي، چې د انسان په پلان او کار کې هېڅ حساب نه وي، او د لوى څښتن د نامحدود قدرت په مقابل کې هم په خپل ډېر ضعيف ځواک سره، د جګړې لپاره راپاڅېږي او له انبياوو  سره جګړه وکړي.

حضرت موسى (ع) په خپلو خبرو سره د خلکو لپاره لاره هواره کړه او دا يې وښودله چې له کومو کسانو او په کومو ځانګړتیاوو باید ډده وکړو.

کلیدي کلمې: قرآن، روزنیزه طریقه، موسی، کرکه، برائت

captcha