IQNA

قراني سورې/87

د پټو او ښکاره مسئلو په باب د خداوندمتعال یو شان علم

7:20 - June 22, 2023
د خبر لمبر: 3487508
ایکنا-(تهران) خداوندمتعال په ټولو مسئلو ښه پوه دی او ثابت او بشپړ علم لري.هم دهغو مسئلو په باب چې ښکاره او رابرسیره دي او هم د هغو مسئلو په باب چې پټې  دي او یا نه لیدل کیږي.

د قرآن کریم اوه اتیایمه سوره  ؛اعلی؛ نومیږي.دغه سوره په نولسو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده .اعلی چې یوه مکي سوره ده،د نزول په ترتیب کې اتمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص)  نازله شوې ده.

دغه سوره د دې لپاره ؛اعلی ؛نومول شوې چې  دغه کلمه په اول آیت کې راغلې ده.اعلی د برلاسي ،لوړ او پر هرڅه د پاسه په معنا دی چې د خدای تعالی یو صفت دی.

د  سورئې لومړني آیتونه ، پیغمبر اکرم(ص)د خداوندمتعال حمد او ستاینې ته بولي او وروسته  دخداي تعالی اوه صفتونه شمیري  او په دوام کې  مومنان خاشع  او کافران هم سخت زړي  ګڼي او ددغو دواړو ډلو د نیکمرغۍ او سخت زړیتوب د عواملو خبره کوي.

د اعلی سورې اصلي موضوع  توحید او د الهي ذات پر برلاسه ځائيګي ټینګار  او هم د  پيغمبر په باب د خدای تعالی پر ژمنو ټينګار دی . همداراز  دغه سوره  دوې برخې لري ، لومړۍ برخه ئې له پیغمبر اکرم سره د خبرې او   هغوي ته ځیني فرمانونه دي.  همداراز په دغې برخې کې د خداي تعالی  اوه صفتونه هم راغلي دي.

 دغه اوه صفتونه  چې له لومړي تر پنځم پورې په آیتونو کې راغلي دي، له ؛اعلی ، برلاسه، الّذي خَلَق؛   هغه څوک چې وې پنځوه؛ فَسَوی، غږملتیا وبخښله، ؛االَذي قَدَرَ، هغه څوک چې  اندازه ئې ولګوله.؛هَدَی ؛ هدایت ئې کړ،؛ اَخرَجَ المرَعي: چمنزار ئې رابرسیره کړ. فَجَعَلَهُ غُثاءٌ احوَی،؛ (چمنزار)په تورټپه خاشاک بدل کړې.

خدای تعالی  دموجوداتو له پنځولو وروسته   دوی دپرمختګ او بشپړتیا  په لاره کې سم کړي دي. وروسته بیا دیوه مثال په بیانولو سره دا له ځمکې څخه د نباتاتو ودې ته اشاره کوي چې د څارویو لخوا وخوړل شي او وچ  او تور شي .همداراز د  اسلام ګران پیغمبر(ص) ته دا ښه خبر ورکوي چې قرآن داسې درزده کوو چې هیڅکله به ئې هیر نه کړې او مونږ  تا د خپل دین د تبلیغ لپاره  په آسانې رودې سره  تیاروو.

دا سوره  خلک د پیغمبر د بلنې په وړاندې  په دوو ډلو ویشي، یوه هغه ډله چې له خداي څخه د ویرې په دلیل د پیغمبرـ(ص) وآخوا ته  ورځي  او بله ډله هم  له پیغمبره لیرې تښتي  چې  دهغوی برخلیک  او سزا ستر اور دی چې  په هغه کې به  پاتې کیږي او  هلته بیا مرګ او ژوند لاره نه لري.

 په دغې سورې کې ټينګار شوی دی چې  دخدای وندمتعال لپاره پټ او ښکاره یو دي ، ځکه چې  هر څه چې دي ،هغه که ښکاري او که پټ دي ، دخداي له لره پنځول شوي دي .  «إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ إِنَّهُ يَعْلَمُ الْجَهْرَ وَمَا يَخْفَى: له دې پرته چې خداي وغو اړي ،چې هغه ښکاره  او هغه څه  چې پټ دي وراباندې ښه خبر دی. دغه آیت علم دخداي تعالی لپاره ثابتوي او خداوندمتعال  له جهل او نقص څخه  لیرې ساتي .

captcha