ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف د روسیې او پاکستان ترمینځ د ډيپلوماټيکو اړیکو ددټينګیدا د پنځه اویایمې کلیزې په مناسبت پخپل پیغام کې ووئيل، ددواړو هیوادونو اړیکې په تیرو څلورو لسیزو کې مختلف پړاؤنه تجروبه کړي دي، په عین حال کې روسیه تل له پاکستان سره دملګرتیا پراختیا ته ګروهمنه ده اوپه هیڅ ډول شرائطو کې له خپلو ژمنتیاؤ لاس په سر شوې نه ده.
د روسیې خارجه وزیر ووئيل، دغه هیواد پاکستان د ترهه ګرۍ او له پورو دورآخوا جنایتونو پشمول له ګډو امنیتی چیلنجونو او ګواښونو سره دمبارزې لپاره دیوه نړیوال شریک په توګه ګوري.
پاکستان په وروستیو کلونو کې له روسیې سره داړیکو د پراختیا په باب د امریکا له کارړنګونو او دلویدیځي هیوادونو له غوسې سره سره ، له ماسکو سره د دوو اړخیزو اړیکو په پیاوړتیا کې تل پاتې سیاست غوره کړی او په اقتصادي او انرژۍ حوزو کې دغه مناسباتو د پام وړ وده له ځان سره درلودلې ده .
د پاکستان خارجه وزارت هم تیره اونۍ اعلان کړی دی، د اوکراین د جنګ په وړاندې داسلام اباد بې پلوه دریځ پخپل ځاي باقي پاتې دی او په یووخت پاکستان له روسیې سره دتل پاتې اړیکو پراختیا ته کلک هوډ لري.