ایکنا د ایرنا له قوله راپور راکړ، د پاکستان په اسلام اباد کې په دغه سمینار کې چې د کورنۍله نړیوالې ورځې سره په یووخت په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت دکلتوری څانګې په همت او په اسلام اباد ښار کې د معصومه اسلامی مطالعاتو دموسیسې په مشارکت سره ترسره شو، ویناوالو د اسلامی او قرآنی ژوند د سټایل په معرفي کولو ټينګار وشو.
په پاکستان کې د ایران کلتوری سلایار احسان خزاعي،د بنت الهدی موسیسې مشرحجةالاسلام حسنین ګردیزي او یو شمیراستاذانو،د کورنۍ او میرمنې د ډګرڅيړانو او فعالانو، محصیلیونو،طلبه ؤ او د اهل تسنن او اهل تشیّع مذهبی شخصیّتونو په دغه سمینار کې ګډون درلود.
په دغه سمینار کې احسان خزاعي پخپلې وینا کې ددې خبرې په کولو سره چې د کورنۍ په اهمیّت او ځانګړنو دپیغمبر اکرم(ص) په حدیثونو او همدرااز د قرآن کریم په ډيرو آیتونو کې زیات ټينګار شوی دی، د حضرت امام خمینی د ژوند سټایل او تربیتي اړخونو په بیانولو سره ووئيل، هغه بزرګوار نه یوازې نه یوازې په سیاسی او اجتماعي سیرت او چلند کې یو لوي درس او تجروبه دی ، بلکې د هغه شخصي او کورنیز ژ،ند هم د ټولو لپاره بیلګه ده.