ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د تهران په امام خمینی عیدګاه کې دقرآڼ دیرشم نړیوال نندارتون د مختلفو هیوادونو دهنرمندانو په شتون سره ترسره شو او دغه موضوع سبب شوې ده چې ددغه نندارتون نړیواله برخه د کتونکو لپاره له خاصو جذابیّتونو برخمنه شي.
ددغه نړیوال نندارتون د بهرنۍ څانګې یو ګډونوال دپاکستان یو هنرمند او خطاط محمد اشرف هیرا هم ؤ چې په دغه نړیوال نندارتون کې ئې خپل هنر نندارې ته وړاندې کړی دی.
اشرف هیرا د سږکال نندارتون او ددغې قرآني پيښې پهب اب د خپلې ارزونې په باب په اسلامی خوشخطۍ او هنري حوزې کې د ایران تاریخي مخینې ته په اشارې سره ووئيل،په ایران کې اسلامی خوشخطي له پخوا راهسې په لوړه سویه دوام لري او دغه هیواد هغه لومړنی هیواد دی چې په اسلامی خطاطۍ هنر کې مطرح شوی دی. سره له دې چې زه د مختلفو هیوادون ومیوزیمونوو ته تللی یم ،خو په ایران کې او داسلامی خطاطۍ دهنر دبیلګو په لیدلو سره مو واقعا ډير خوند اخستی دی.
د پاکستان دغه هنر مند همداراز روښانه کړې،زه په دې پوهه شوم چې په ایران کې د انجمن خوشنویسان ایران په نامې سره یوه ټولنه شته . زه ډير خوشالیږم چې د ایران او پاکستان ترمینځ د کلتوری اړیکو په ښه کیدا سره او په پاکستان کې هم د یوې ورته او مشترکې ټولنې په جوړیدا سره ددغو دواړو ټولنو ترمینځ ښه ارتباط ټينګ شي،ځکه په پاکستان کې د خطاطانو په چورلیزتوب سره داسې کومه ټولنه نشته او هنرمندان په شخصي توګه خطاطي زده کوي.