IQNA

قرآني سورې/67

په ؛ملک؛سورې کې د خداوندمتعال د قدرت ننداره

16:07 - March 13, 2023
د خبر لمبر: 3487026
ایکنا-(تهران)د قرآن کریم په مختلفو سورو کې  خداوندی کریم خپل قدرت انځور کړی دی،البته په ؛ملک ؛سورې کې  دخدای تعالی د قدرت د انځورلو ډول ډير لنډ، خو خاص او بشپړ دی ،داسې چې پر ټولې هستۍ د خدای تعالی د مسلط کیدا انځوریدا پکې مشاهده کولی شو.

د قرآڼ کریم اوه شپیتمه سوره، ؛ملک : نومیږي . دغه سوره په دیرشو آیتونو سره د قرآن کریم په نهه ویشتمې سپارې کې واقع ده. ؛ملک؛ چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې ، اوه اویایمه سوره ده چې  د اسلام پر پیغمبر(ص) نازله شوې ده.

؛ملک ؛د فرمانروا یا حاکم په معنا دی  او پر درستې هستۍ دخدای تعالی حاکمیّت ته اشاره کوي او ددغې سورې دنومولو دلیل، ددغې سورې په لومړي آیت کې د ؛ملک؛ دټکي راتلل دي  .

د ملک سورې اصلي هدف د درستې نړس لپاره د  خداي د ربوبیّت  دعمومیّت بیانول او د قیامت د ورځې په مناسبت خبرداری  ورکول بلل شو يدي . په همدې خاطر ، په دغې سورې کې ډير الهي نعمتونه د هستۍ د نظم د مدیریّت او خلقت  ښودنه کوي.ځکه  په حقیقت کې ددغو نعمتونو  یادول  د الهي  عمومی ربوبیّت یو دلیل دی.

دنړۍ پر هستۍ د خداوندمتعال واکوالي او حاکمیّت د بیانولو ډول هم په دغې سورې کې په خاسه بڼه بیان شوی دی .ددغه آیت د بیانولو ډول پر درستې هسټۍ د خداي تعالی بشپړ مسلط کیدا ته اشاره کوي،په داسې بڼه کې چې  هر کوم بدلون وغواړي پکې رامینځة کوي  او په هره بڼه  چې وغواړي ، اداره کوي  او هغه لامحدود قدرت لري.

دغه سوره  دخداي تعالی دقدرت او حاکمیّت او دهغه دفرمانروائي په باب دهغه په ستاینې اوقدرونې سره  پیلیږي او په دوام کې د  انسانانو لپاره الهی  آزمیښت، مرګ او حیات  او پنځول بلل کیږي.

په د غې سورې کې دانسان ژوند او مرګ چې د خداي حاکمیّت او مالکیّت یو دلیل عنوان کیږي، او دا چې  دغه دواړه د خداي تعالی آزموینې بلل شوې،یو ډول روزنه  بلل شوې ده چې  انسان پاکوي او تیاروي ئې، څو  له خداي تعالی سره د نزدیکیداوړتیاې ولرل شي.  په دې توګه د هستۍ  عالم  د انسانانو لپااره د یوه لوي امتحان ډګر دی او ددغه امتحان وسیله ، مرګ او ژوند دی او هدف ئې هغ ترټولو ښه چلند ته رسیدل دي چې  مفهوم ئې د پيژندګلوۍ بشپړتیا ،د نیّت پاکوالی او د ښه کار ترسره کول دي.

ددې سورې موضوعګانو ته په درو برخو کې توجه کیدلی شي، په پیل کې د خداوندمتعال د  صفتونو او د خلقت حیرانوني نظام  په تیره بیا د آسمانونو او ستورو  د پنځونې ، د مځکې د پنځونې  او د مځکنیو نعمتونو  او چرند او پرند  د پنځونې او دروانو د اوبو د نظام  او و رسره د غوږونو،سترګو او د پيژندګلوۍ  دنورو  آوزارونو په باب  خبرې مطرح شوي دي .

پس  په معاد او د قیامت په ورځ او د جهم په عذاب  او د عذاب پر مامورانو  او له جهنمیانو سره د عذاب په باب  هم  خبرې شوي دي. د سورې په دریمې برخې کې هم  کافرانو او ظالمانو ته خبرداری ورکوي او هغوي په ډول ډول دنیوي او آخروي عذابونو ګواښي.

captcha