IQNA

قرآنی سورې/61

په ؛صف؛سورې کې د حضرت عیسی مسیح(ع)د حواریانو انځور

6:14 - February 13, 2023
د خبر لمبر: 3486891
ایکنا-(تهران) د تاریخ په هر پړاؤ کې مومنانو له بې دینۍ سره دمبارزې او د دین دساتلو لپاره د خداوند د مرسته کونکو په توګه  هڅه کړې ده .دغه مسئولیّت دحضرت عیسی مسیح (ع) په پړاؤ کې  د حواریانو یا خاصو کسانو په غاړه ؤ چې  دهغه څه په اساس چې په قرآن کریم کې راغلی دي ،عسی (ع) دوي د ؛خدای یاران؛ بللی دي.

د قرآن کریم یو شپیتمه سوره ؛صف ؛نومیږي.دغه سوره په ۱۴آیتونو سره د قرآن کریم په اته ویشتمې سپارې کې واقع ده.دغه سوره چې یوه مدني سوره ده ،دنزول په ترتیب کې یو سل یولسمه سوره ده چې پر پيغمبر اکرم(ص) نازله شوې ده.

؛صف؛ سورې د نومولو علت په څلورم آیت کې ددغه ټکي د راتلو په دلیل دی چې د جهاد پالو لیکې ته اشاره  کوي.یوه داسې موضوع چې په دغې سورې کې مطرح شوي ،دخداوندمتعال ستاینه او مننه او د هغو کسانو رټل او ورته بدرد وئيل  دي چې  له کردار سره ئې په ګفتار کې توپیر وي،د خدای د دین نهائي بریالیتوب او نړیوال کیدا ئې  او ددي د مخنیوي لپاره دمخالفانو د هڅې بې نتیجې کیدا او  په ژوند او مال سره  جهاد ته د انسانانو هڅول دي.

دغه سوره مومنان د خداي په لاره کې جهاد او  ددین له دښمنانو سره مبارزې ته هڅوي او خبر ورکوي چې  دا دین  یو نور دی د خداوند متعال له خوا یو ځلیدونکی نور چې بې دینه کسان غواړي،دا خاموش کړي. همداراز پیغمبر اکرم ، دخدای تعالی له خوا دغه ځائيګي ته رسیدلی څو د حق دین  خلکو ته ورسوي، هماغه دین چې عیسی ابن مریّم (ع) ئې بنی اسرائيلو ته د راتلو خبر ورکړی ؤ.

همداراز په دغې سورې کې ټينګار شوی دی چې مومنان هیحکله هم   هغه څه چې پخپله عمل  ورباندې نه کوي، نورو ته ئې سپارښتنه نه کوي او  په هغه څه چې ئې قول او ژمنه ورکوي،عمل کوي. که بدعهدي او بد قولي وکړي،نو د دوي به زړونو کې  دانحراف د رامینځةکیدا خطره  ئې شته ده ،هماغه ډول چې  دغه انحراف دحضرت موسی(ع) په قوم کې رامینځةشو.

 ددغې سورې په وروستي آیت کې  هم  حواریان د حضرت عیسی علیه السلام  دغوره او خاصو کسانو په توګه  یاد شوي دي.

ددغې سورې له مشهورو آیتونو څخه «نَصْرٌ‌ مِّنَ اللَّهِ و َفَتْحٌ قَرِ‌یبٌ» (صف/ 13) دی  چي مومنانو ته خبر ورکوی.ځينو مفسرانو وئيلی دي، دغه آیت د رسول الله بزرګوار په دوران کې د مکې فتح موضوع ته اشاره کوي،البته ځیني نور مفسران په دې اند دی چې  دغه آ یت د مومنانو  هغه نهائي بریالیتو ب ته اشاره کوي چې په آخرالزمان کې به راپيښه شي

captcha