IQNA

قرآني سورې/58

له ؛حزب الله ؛څخه د قرآن مقصد

15:16 - January 22, 2023
د خبر لمبر: 3486781
ایکنا-(تهران) په قرآن کریم کې له حقیقي مومنانو غوښتل شوي څو له ؛حزب الله ؛سره یو ځای شي.که څه هم د ؛حزب ؛ټکی  نن سبا په یوه  اعتقادي –سیاسی ټکي بدل شوی دی،خو دقرآن کریم له نظره، دغه ټکی  له یوه فکری او دیني فضا سره اړونده دی او کوم خاص توکم او ژبې سره نه اړوندیږي،پر دې اساس هر انسان ددنیا په هرځاي کې چې وي، د ؛حزب الله ؛ غړی کیدلی شي.

د قرآن کریم د اته پنځوسمې سورې نامه ؛مجادله؛ده . دغه سورهپه ۲۲آیتونو سره د قرآن کریم په اته ویشتمې سپارې کې واقع ده . دغه سوره چې یوه مدنی سوره ده ، دنزول په تربیب کې یوسل شپږمه سوره ده چې پر پیغمبر اکرم(ص) نازله شوې ده .

ددغې په مجادله نومول، د پیغمبر اکرم (ص) په نزد د هغه بزرګوار له ماندنې د یوې ښځې دشکایت په دلیل  دي. دغه شکایت او اعتراض  یو ډول طلاق په دلیل شوی دی.

د مجادله سورې خاصه ځانګړنه دا د ه چې  په ټولو آیتونو کې ئې ؛الله ؛راغلی دی. دغه ځانګړنه یوازې په مجادله سورې کې لیدل کیږي.

د مجادله  سورې محتوا په درو برخو ویشلی شو. لومړۍ برخه ،له اسلامه په مخکې پړاؤ کې له طلاق سره اړونده قوانین بیانوي  او د طلاق قوانین  په سمه لاره روانوي.

 همداراز  له نورو  سره د ناستې پاستې  او دهمیشني اخلاقو او ادابو سره اړونده مسئلو ته اشاره کوي. په هغو کې له پیغمبر اکرم(ص)سره  خبرو کول او همداراز  دهغو کسانو احترام کول او ورته ځای ورکول چې تازه پنډال ته وارد شي.

 په وروستۍ برخې کې،د منافقانو چلند یا چال ارزوي. هغه کسان چې په ظاهر کې  له اسلام او اسلامی اهدافو سره ملګري او غږمله  دي،خو د اسلام له دښمنانو سره پټې رابطې لري. په دغې سورې کې مسلمانان ته په ټينګار سره وئیل شوي دي چې  دمنافقانو له ډلې سره  له ملګرتیا ډډه وکړئ؛ یوه  داسې ډله چې  په دغې سورې کې د ؛شیطان حزب؛ بلل شوی دی. همداراز  حقیقي مسلمانانو ته  دخداي په لاره کې ددوستۍ او د خداي په لاره کې له دښمنانو سره ئې دښمنۍ ته سپارښتنه کوي او په ؛حزب الله ؛ کې د شتون لپاره ئې بولي.

په دغه آیت کې له ؛حزب الله ؛څخه مقصد کومه خاص ډله ،ټوکم  او ژبه او سیمه  نه ده بلکې  ریښتیني مومنانو ته اشاره کوي، چې  د خدای له دښمنانو سره دوستي نه کوي او  دهغه کارونه دخدای په لاره کې دی. پر دې اساس، هر مقاومت کونکی  او کلک هوډ لرونکی مومن ددنیا په هرځاي او  په هره ژبه چې ويو د ؛حزب الله ؛  برخه دی.

captcha