IQNA

په هندوستان کې دهندوانو او مسیحیانو په بشپړمرستې سره یو پخوانی جومات ورغول شو

6:48 - December 22, 2022
د خبر لمبر: 3486638
ایکنا-(تهران)د هندوستان په تامیل ناډو صوبې کې دهندوالو په مرستې سره په پاننګوډي کلي کې په کابو دوه نیم سوه کلن مخینې سره پخوانی محی الدین  جامع جومات   ورغول او پرانیستل شو.

ایکناخبری آژانس د Deccan Herald له قوله راپور راکړ،د جومات د جوړونکي کمیټې مشر عبدلرزاق ووئيل مونږ نړۍته یو ځل بیا وښودله چې دینونو ترمینځ غږملتیا کوم منزل ته رسیدلی شي.  د شتمنو اوسخی هندوانو او مسیحیانو له ګډون او مرستو پرته  مونږ ددغه جومات د جوړونې او رغونې چارې یوازې په یوه کال کې انجام ته نه شوې رسولی . د مونږ کلی تل د مساوات او برابري پلوی دی او مونږ  دا یو ځل بیا درتسې نړۍ ته وښودله چې د یوه بل ترڅنګ  په پیوستون سره ګډ ژوند څرنګه کولی شي.

د پانانګوډي کلي  مشر سوامي داس هم په دې باب  ووئيل چې  په دغه کلي کې له تیرو څو پيړیو راهسې د دینونو دپيروکارو ترمینځ  اتحاد او ګډ ژوند  ریښې لري  او درست خلک جشنونه په ګډه سره لمانځي.

 داس ووئيل، حتی د۲۰۲۱کال په ستمبر کې  د جومات د بنیاد د کیښودو په دستورو کې  هندوانو  په یوه ژور ډنډ کې شیدې او اوبه  چې د  سرنګ د کندلو او جوړولو یوه نښه وه ،واچولې . کله  مونږ ټول په یوځای دجومات انګڼ  ته داخل شوو،نوزمونږ تود هرکلی وشو،زمونږډالۍ په ډيرې مینې او ورین تندي سره ومنل شوې  او ډوډئ مو په یوه ځاي کې وخوړله .مونږ ویاړو چې  سره له دې چې  له مختلفو دینونو سره اړه لرو ،خو تر دې دمه د یوې کورنۍ په څير ژوند کوو.

دمګړئ مسلمانان په دغه کلي کې په اقلیّت کې دی  او  له هغو زیاترو چنا ته مهاجرت کړی دی،خو رزاق وائي هیڅکله هم دلته په اوسیدونکو د مختلفو دینونو په پيروکارو کې هیڅکله هم  کومه شخړه یا بحران نه دی رامینځةشوی  او په مینې او خوشالۍ سره ګډ ژوند کوو.مونږ سره په جومات جوړولو کې هندوانو او مسیحیانو نه یوازې مالی مرستې کړي،بلکې په جوړولو کې ئې خپلارزښتمن وخت هم راکړی او راسره ئې کار کړی دی.

داس  ووئيل و د پریانایاګي امان معبد ، تازه جوړ شوی جومات او یوه کلیساپه یوسل پنځوس میټرۍ کې له یوه بل سره نزدې دي  چې په دغه کلي کې د وحدت اویووالی دساتنې د څرنګوالی یو بل مثال دی ،مونږ دهیڅ شي په سر  سره اختلاف نه لرو او دیوې کورنۍ په څير ژوند کوو.

ددغه جومات او ددغو خلکو دګډ ژوند په اړه یوه لنډه شان ویډیوئي کلیپ  هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4108679/%D8%

captcha