IQNA

په درست مراکش کې په جمعې خطبو کې په اسلام کې د میرمنې ځائيګی بیان شو

7:04 - December 10, 2022
د خبر لمبر: 3486575
ایکنا-(تهران)د مراکش د اسلامی چارو او اوقافو وزارت په درست هیواد کې دجمعې لمانځه خطیبانو ته سپارښتنه کړې وه چې دجعې لمانځه خطبې دې په اسلام کې د ښځې دځائيګي موضوع ته مخصوصې کړي.

ایکناخبری آژانس دالعمق المغربی له قوله راپور راکړ،د مراکش د اسلامی چارو او اوقافو وزارت ددغه هیواد د اسلامی چارو له استازو غوښتی وو چې ددغې اونۍ دجمعې لمانځه خطبې دې په خصوصي توګه په یوه خوله په اسلام کې د میرنې دمقام بیانولو چورلیز شي.

د مراکش د  اوقافو او اسلامی چارو وزیر احمد التوفیق په یوې اعلامیې کې ووئيل، د مراکش  دجمعې لمانځه له ټولو خطیبانو غوښتل شوي  چې دغې سپارښتنې ته دې پابنده ووسي او  ورڅخه ډډه ونه کړي.

 په نوموړي اعلامیې کې  راغلي دي چې دا  په روان کال کې دوهم ځل دی چې د مراکش دجمعې لمانځه  خطیبان په یوځاي ،په یوه خوله  په اسلام کې د میرمنې دځائيګي موضوع سپړي. له دې مخکې  د تیر مارچ په یولسمهنیټه هم د جمعې لمانځه درستو خطیبانو  خپلې خطبې همدغې  موضوع ته پیله کړې وې.

په دغې اعلامیې کې دغه راز راغلي دي ،د جمَعې لمانځه په خطبو کې  یادونه شوې ده چې خداي تعالی درست خلک له نفسه وپنځول  او له هغه ئې یوه جوړه وپنځوله  او نور خلک  له هغو دوو څخه خلق شوي چې ښئ ، ښځه اوسړی په حقوقو،دندو او احکامو له نظره  برابر دي، خداوندمتعال  په یوه آیت کې فرمائي ؛  «ولهن مثل الذي عليهن بالمعروف…».

د مراکش د جمعې ورځې په یوه خوله خطبې کې په حجةالوداع کې د پيغمبر اکرم(ص) سپارښتنې ته اشاره شوې چې فرمائيلي ئې دي ؛استوصوا بالنساء،خیرا، چې د پیغمبر  اکرم دغه فرمایش په اسلام کې د لوڼو،خوئيندو،ماندینو پشمول د میرمنې پر ځائيګي ټينګار شوی  دیاو  او خدای تعالی  په دوي کې د هر یوه لپاره  خپل بشپړ حقوق په نظر کې نیولي  او په تربیّت ،عنایت، خیال ساتلو او ورباندې په احسان کولو کې ئې ورسره د نیکئ سپارښتنه کړې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4105686/%D

captcha