ډاکټر فوزیه العشماوي په دې په اعتقاد سره چې ددیني خبرو او اعتقاداتو نوي کول،په قرآن کې د بدلون په معنا نه دي،قرآن داسې متن لري چې په هغه کې په هیڅ یوې کلمې او یا ټکي کې بدلون نشي راوستلی،التبه هغه څه چې په کې بیا کتنه کیدلی شي،د ماحولیاتو دپيژندنې ، اجتماعي ،اقتصادي، سیاسی او طبي پرمختګونو په اساس د آیتونو تفسیر کول دي. دهغې په وینا،دلته ځيني داسې بدلیدونکي چارې شته چې له څوارلسو پيړیو راهسې تر دې دمه ئې بدلون درلودلی دی . دغه لیدتوګه په تیره بیا د میرمنو د چارو په زمینې کې ډير اهمیّت لري.
میرمن فوریه العشماوي خپل ځان په روښانه توګه په فقې کې دنوښت او نوپالنې پلوئ ګڼي ،خو دا د دیني متنونو(قرآن) دانکار په معنا نه دی . هغه همداراز ځان دعقل پلوی ګڼي او په دې اند ده چې باید پخواني متنونه له نوي عقل سره برابر شي.
میرمن العشماوي باؤري ده چې په اسلام کې میرمنې ځانګړي ځائيګی لري او په اسلامی ټولنو کې د میرمنو په ضد تاؤتریخوالی هیڅ ډول ریښه نه لري.میرمن فوزیه العشماويد حدیبیّه د سولې د تړون په شمول دجنګ او سولې په شان په مهمو موضوعګانو کې له خپلو میرمنو سره د پیغمبر اکرمـ(ص) د مشورو په زمینې کې ټينګار کوي چې د اسلام تاریخ او د پیغمبر روده په اسلامی ټو لنې کې د میرمنو د ځائيګي داهمیّت ښودنه کوي.
په تیرو څوارلسو پیړیو کې فقه،تفسیر او دیني علوم د سړیو په اختیار کې دی،دوي د همدې لپاره له اسلامی قوانینو څخه د سړیو تفسیر وړاندې کړی دی چې وئيل کیدلیب شي ، دخپلې زمانې له شرائطو سره ئې سمون خوړلی دی . په عین حال کې نبوي سیرت ته کتنه، ددغه کړچار اپوټه ښئ،داسې حدیثونه شته چې سرچینې ئې د پيغمبر(ص)ماندنې ئې دي.
ډاکټر فوزیه العشماوي،ددین په پلمه دټولنې دمیرمنو په ضد توپیري او د دوي مسئلو ته په مصر کې د موجوه نظر د بدلولو ترټولو لویه پلوئ بلل کیدلی شي. په دې لړ کې میرمن العشماوي د الازهر پوهنتون په ملګرتیا سره هڅه کړې څو په مصر کې د میرمنو په ضد د تاؤتریخوالي د منع کیدا د قوانینو د تصویبولولپاره زمینه برابره کړي.په عین حال کې هغې تل د میرمنو په وړاندې د پیغمبر اکرم(ص) رودې ته په پام سره دنوي نسل د روزنې او د کلتوري ودې په ضرورت ټینګار کاوّه څو د میرمنو په ضد تاؤتریخوالی له مینځه لاړ شي.