IQNA

دینی مسئلو او جهادی فعالیتونو ته د ورزشکارو پابندي ډيرې اجتماعي او معنوي اغیزې لري

14:22 - October 10, 2022
د خبر لمبر: 3486308
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب معظم لارښود ډول ډول اجتماعي برخو ته دمعنویّت په پيچکاري کولو کې د مشهورو ورزشکارانو پشمول ددغوره شخصیّتونو رول ته په اشارې سره ووئيلو دیني مسئول او په ډګرونو کې غوره څيرو جهادی شتون ته د ورزشکارانو او سپورټي مدیرانو پابندي پر مستعدو کسانو ډيرې زیاتې معنوي اغیزې لري.

ایکنا د رهبرۍ د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د  اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي   د ورزشکارو شهیدانو د کانګرس له چاروالو او  د ورزشکارو شهیدانو له میئندو سره   کتنه  چې  د وږې یا سنبلې د میاشتې په شمله نیټه ترسره شوي وه ،نن په تهران کې ددغه سیمنار د ترسره کیدا په ځاي کې خپره شوه.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په دغې کتنې کې دشهیدانو په ژونديتوب دقرآن کریم تصریح ته په اشارې سره ووئيل،شهیدان  ایماني ټولنې ته ولوله او ځیری ورکوي چې د خدای په لاره کې مجاهدت ډير ښه عاقبت لري او پاي ئې ،نه له ویرې سره یوځاي وي او نه  هم له خپګان او غم سره.

دوي دغه امید بخښونکی ځيری د پرمختګ او حرکت سبب وبالۀ او وې فرمائيل؛ اسلامی انقلاب د خداي په لاره کې  د جهاد او شهادت لپاره دعمومي جاذبې درامینځةکیدا سبب شوی اود څه دپاسه پنځه زره ورزشکار شهیدان،ددغې هراړخیزې او اغیزشیندونکي جاذبې د غوره والی نښې دي.

د اسلامی انقلاب ستر لارښودد ورزش اوسنی چاپیریال  د ورزشکارو شهیدانو له معنویّته اغیزمنونکی وبالۀ او د ایران  د ورزشکارانو  اولوبغاړودپابندۍ او تدیّن  دځلاګانو په شمیرلو سره ئې ووئيل، په اسلامی ستر او حجاب سره د اتلوالۍ پر سټیج  لوبغاړو میرمنو شتون او سړیو ته د  لاس نه ورکول،دشهیدانو کورنیو ته د اتلوالۍ د میډالونو ډالۍ کول،د سیالۍ په ډګر کې له بریالیتوب وروسته  خدای ته د شکر سجده کول اوآئمه هدی دنامو اخستل او د اربعین زیارت ته د سپورټي پلاوی لیږدول ،له فساده په ډکې اوسنۍ مادی نړۍ کې دبې بدیله او څیرانونکي ښکارندې دي چې د ایران دملت د اخلاقی او روحي ژورتیا د پيژندګلوۍ لپاره باید ورته توجه وشي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز زیاته کړه سپورټی بایکاټونو وښودله په هر ځای کی چی د لویدیځوالو ګټې ایجابوی په اسانۍ سره له خپلو سرو کرښو تیریږي .

حضرت امام خامنه ای همداراز له ارزښتی بریالیتوب سره په میدان کې د تخنیکی بریالیتوب د یوځای کیدا په ضرورت په ټینګار سره جوته کړه دا چی ایرانې ورزشکار د صیهونیسټ رژیم له استازي سره د سیالۍ د نه کولو په دلیل له میډال محرومه کیږی،په حقیقت کې یو بریالیتوب دی، ځکه چی دوي سره سپورټي سیالۍ کول،د ماشوم وژونکي،جلاد او غاصب رژیم په رسمیت پیژندلو او د تخنیکی او ظاهري بریالیتوب په بیه د اخلاقی بریالیتوب د چخڼي کولو په معنا دی چی هیڅکله هم  ارزښت نه لری .

 د رهبرۍ ستر مقام ورزشکاران  د سیالیو په میدان او له هغه بهر په خپل کړچار کې په  پام سره د خپل ځان ، ملت او هیواد دعزت ساتلو ته وبلل او زیاته یې کړه،په تیروخت کې زمونږ سپورټی چاپیریال تل د خدای او ایمه معصومینو په نومونو او دینی او اخلاقی اړخونو سره ښکلې وو خو لویدیځوالو هڅه وکړه په نویو ورزشونو سره یوځای خپل کلتور هم ورداخل کړی چی باید په نویو ورزشونو کې د پرمختګ او یادولو په ترڅ کې خپل کلتور غالب کړو او اجازه ورنکړو چی سپورټ د لویدیځ کلتور د ورداخلیدا لپاره په پل بدل شی .

https://iqna.ir/fa/news/4090746/%D  

 

  

captcha