ایکنا خبري اژانس وايي شیخ نصر الدین طوبار په نولس سوه شلم (۱۹۲۰) میلادي کال کښې د مصر د «دقهلیه »ولایت په یوې سیمه کښې وزیږید .
هغه په ماشومتوب او زلمي توب کښې د قران کریم په زده کولو ، حفظولو او د سرودونو په ویلو او د دیني التماسونو او زاریو په ترسره کولو بوخت شو .
څه موده وروسته د هغه ښکلی غږ ، نبوغ او استعداد د مصر د هنرمند زکریا الحجاوي په وسیله کشف شول او همدغه موضوع د هغه د شهرت سبب شوه .
شیخ نصر الدین طوبار په شیخ محمد عمران باندې یو اغیز شیندونکی کس و او د زاری او التماس فن یې د دیني زکر په ماهیت سره احیا کړ .
هغه د مصر د مشهورو ساز جوړونکو او موسیقۍ پوهانو په ملګرتیا سره په خپلو هنري استعدادونو باندې تکیې سره ابتهالونه یعني د التماس او د زاریو غونډې اجرا کړې چې په دیني حوزه کښې په تر ټولو ښه الحان کښې ګڼل کیږي .
شیخ نصر الدین طوبار بالاخره په نولس سوه شپږاتیایم (۱۹۸۶) میلادي کال کښې وفات شو .