اکیناخبری آژانس دپارس ټوډې له قوله راپور راکړ، په ویانا کې د ایران او ۴+۱ډلې ترمینځ د خبرواترو د اروپائي لوري مسئول مقام او خبرواترو غږملونکي انریکه مورا د دې په بیانولو چي نور د سیاسي پرېکړو وخت را رسېدلي او مذاکرات باید ختم شي، وویل: تر دې وروسته نور رسمي غونډې نه تر سره کیږي.
دا په داسي حال کې دی چي په ویانا کې د ایران او جرمني، فرانسې، برتانیې، روسیې، چین او د اروپایي اتحادیې د استازي تر مینځ د مذاکراتو د اتم پړاو په چوکاټ کې لا هم سلامشورې دوام لري.
یاد مذاکرات د ایران د اسلامي جمهوریت د نوښتونو او وړاندیزونو په پایله کې پرمختګ کړي لیکن د لوېدیځو هیوادونو د کم کاری او د امریکې له لوري د غیرقانوني بندیزونو د دوام د امله تر اوسه موافقه نه ده تر لاسه شوې.
د ایران اسلامي جمهوریت د یو مسئولیت منوونکی هیواد په توګه په ځلونو اعلان کړی چي دې ته په کتو چي امریکا لومړی د برجام له ایټمي نړیوالي موافقې څخه وتلې ده، باید د بندیزونو په لیري کېدو او خپل د رېښتنولۍ په ثابتولو سره دې موافقې ته راستانه شي.