IQNA

د ایران یوه هنرمند خپل واړوکی کور د قرآن کریم په میوزیم بدل کړی

تهران (ایکنا) – د ایران په قم مقدس ښار کې یوه خوشخطه  هنرمند استاد علی رضا بخشي  چې قرآن کریم ئې په بشپړ ډول  کتابت کړی ،  خپل کور یا د کار ځاي ئې  د قرآن کریم په یوه واړه میوزیم بدل کړی دی . 

 ایکنا خبری اژآنس راپور راکړ،استاد علی رضا بخشي د خپل کور دیوالونه د خوشخطئله کاشیانو رانیولې د آئمه اطهار علیهم السلام د حرم دیوالونو تر درستو کاشیو پورې ټول ئې پخپلې خوشطخۍ سره په تابلوګانو بدل  کړي دي.د هغه دکور دیوالونه د یوه هغه واړه نندارتون ښودنه کوي،چې درست هغه شیان چې د هنر هررنګ او بوي ولري پکې پيداکیږي .  

ددغه نندارتون په زړه پورې عکسونه ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي .

https://iqna.ir/en/news/3477103/taking-a-glimpse-at-workshop-of-a-calligrapher-in-qom