IQNA

یوې مصری مسیحنې قرآن د اشارو په ژبه کې ژباړه کړو

18:40 - October 20, 2015
د خبر لمبر: 3390904
نړیواله ډله: یوې مسیحنې ژباړنې «نجلاء طلعت غالی» د مصر «بنی سویف» ښار کې د خاص خلکو ساتنی یوې موسسه کې قرآن د کڼو لپاره په اشاره کې ژباړه کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «الوطن» خبرونو بنسټ نه په نقل، یوې مسیحنې ښځی «نجلاء طلعت غالی» قرآن کریم د اشارو په ژبه کې ژباړه کړی.

هغې زیاته کړه: زما کار او فن ژباړه کول دی او په دې موسسه کې هر هغه څه چې کېږی د کڼو لپاره ژباړه کېږی، نو دا هم د کڼو حق دی چې د قرآن کریم په معنا او مفهوم باندې پوهه شی.

دې مصری ښځې تاکید وکړو: زه چې تر کومه مطمئن شوی نه وم چې د قرآن کریم ژباړه د اشارو ژبه کې څه شرعی اشکال نه لری دا کار می نه کولو چې چرته د مسلمانانو تاوترخوالی ښکار نه شم.

هغې وویل: ما د ځنې مسلمانانو عالمانو او مشرانو نه د قرآن په اشاره کې ژباړه کولو پوښتنه وکړه او هغوی تاکید وکړو چې د قرآن کریم په اشارو کې ژباړه کول هیڅ شرعی اشکال نه لری.

http://iqna.ir/fa/News/3388488

captcha