ایکنا – په مدینې منورې کې د اُحد غړه په شمالی لمن کې ، دیوه بل ترڅنګ دوه تاریخي ځایونه واقع دي چې د اُحد غزا د برخلیک ټاکونکو شیبو یادونه کوي؛ د اُحد غر درز ، داسې ځاي چې د اسلام ګران پیغمبر (ص) له زخمي کیدا وروسته ورته پناه وړې ، او دالفسخ جومات ، د جنګ له ختمیدا وروسته د لمانځه د اقامې ځاي. دغه تاریخي جومات اوس بیا رغول شوی او همدااوس داُحد درز په څنګ کې د حاجیانو او زیارتوالو لپاره یو مهم کلتوري او زیارتي هدف باندې بدل شوی دی.
13:09 , 2025 May 28