iqna

IQNA

بچوې
اسلامی خبرونه
ایکنا-(تهران) د روژې دمبارکې میاشتې په مناسبت  د پاکستان د پارلیمان په کوربتوب او د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت  د کلتوری خونې په اهتمام  او په اسلام اباد کې د ایران او پاکستان  د فارسی  څیړنیز مرکز په ملګرتیا سره د قرآن کریم د نفیسوآثارو او خطي نسخو  نندارتون ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487189    خپرونې تاریخ : 2023/04/15

ایکنا-(تهران)د فلسطین لسګونو زره مسلمانانو په بیت المقدس کې  له سختو امنیتی تاؤتریخوالو سره سره ، دروژې د مبارکې میاشتې د وروستۍ جمعې د سهار لمونځ په الاقصی جومات کې اقامه کړ.
د خبر لمبر: 3487183    خپرونې تاریخ : 2023/04/14

ایکنا-(تهران) د اسلامی د اسلامی جمهوریت د زرګونو ښارونو،ښارګیو او کلو په شان د تهران روژتی مسلمانانو د قدرس د نړیوالې ورځې په میلیوني لاریون کې ولولناک او پرتمین ګډون وکړ او د قدس شریف د آزادۍ د آرمان  او د فلسطین د مظلوم ملت په دفاع کې  مړه دې امریکا،مړدې وي اسرائيل او اسلامی اتحاد په حق کې  چغې پورته کړې او خپل وحدت او یووالی او همپالنه ئې دفلسطین له ملت سره نندارې ته وړاندې کړه.
د خبر لمبر: 3487181    خپرونې تاریخ : 2023/04/14

ایکنا-(تهران)د ایکنا یو ترټولو مهم سیاست ،د زده کړې د اصولو خپریدا او د  مخاطبانو د قرآن د قرائت د پوهې د سوئې لوړتیا ده.په همدې خاطر د  اسلامی نړۍ په نامې د قاریانو  د شاهکارو تلاؤتونو  تر ټولو غوره او برلاسه  کلیپونه  چې د قاریانو د تقلید لپاره  مناسب دي، د ؛تلاؤت د څوکو ؛ په عنوان سره ،وړاندې کوي او خپروي ئې.
د خبر لمبر: 3487169    خپرونې تاریخ : 2023/04/11

د رمضان مبارکه میاشت
ایکنا-(تهران) د قرآن د قرآیتونو په اساس، د قدر شپه دخداوندمتعال په نزد ترټولو بافضیلته شپه ده چې لپاره  ئې په زرګونو ثوابونه او خبرې وئيل شوي او لیکل شوي دي. دغه شپه داسې ځاص عملونه او ځانګړنې لري چې په مسلمانانو کې ځاص ارزښت او ځائيګی لري.
د خبر لمبر: 3487161    خپرونې تاریخ : 2023/04/10

ایکنا-(تهران) د قدر شپو دستورې  له نن شپې یعني د د حضرت امام علی علیه السلام د ضربت له شپې سره په یووخت پيلږي، او د د روژې دمبارکې میاشتې تر درویشتمې روژې ترشپې پورې دوام لري.
د خبر لمبر: 3487157    خپرونې تاریخ : 2023/04/09

ایکنا-(تهران) د جرمني په برلین کې د امام علی(ع)د اسلامی مرکز د قرآن کریم د سیالیو شپږم پړاؤ په دغه مرکز کې د قرائت ،حفظ اوآذان په درو څانګو کې ترسره کیږي.
د خبر لمبر: 3487156    خپرونې تاریخ : 2023/04/09

ایکنا-(تهران)د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت په هندي کشمیر کې د قرآن کریم د پخوانیو او کم موندونکو نسخو نندارتون ترسره شو.
د خبر لمبر: 3487143    خپرونې تاریخ : 2023/04/06

ایکنا-(تهران)د ژوند له ماډرن کیدا او د ساعت تیري   او د لوبو دشیانو ډ ډيرو ډولونو له برابریدا سره سره  په عمان کې  د ؛قرنقشوه ؛ نومې دستور  تر اوسه پورې ژوندی  دی . ماشومان همداراز فانوس په لاس کې د سرود په وئيلو سره د روژې دمبارکې میاشتې هرکلی کوي.
د خبر لمبر: 3487123    خپرونې تاریخ : 2023/04/02

ایکنا- (تهران) دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي د قرآن کریم د دیرشم نړیوال  نندارتون او د قرآڼ کریم د خادمانو د شپږویشتم سمینار د پيل په ددستورو کې چې د تهران د امام خمینی مصلي کې ترسره شوې ووئيل، ستر او حجاب قانوني بڼه لري  او ټول دغه قانون ته پابنده یوو. علمي اوکلتوری مرکزونه او ښونځي دې د حجاب او ستر موضوع ته جدی توجه وکړي او  دا موضوع بحث او د نظرڅرګندونو ته وړاندې کړي څو په دغې موضوع کې  دهغو کسانو لپاره چې پوښتنه کوي،لازیات معلومات ولرل شي.
د خبر لمبر: 3487121    خپرونې تاریخ : 2023/04/02

ایکنا-(تهران)د وري یا فرودین دمیاشتې دولسمه نیټه یوم الله د حضرت امام خمیني په عارفانه ،اصل او روښانه ضمیر رهبرۍ سره د ایران د ملت د تاریخي او لوئې ټاکنې ورځ ده.
د خبر لمبر: 3487115    خپرونې تاریخ : 2023/04/01

ایکنا-(تهران)آیت الله مجتهدي د روژې دمبارکې میاشتې دلومړۍ ورځې ددعا د شرحې په یوې برخې وائي ،هغه صحیح او بشپړ روژه چې خدای د روژتي پاتیکیدا لپاره  ټاکلې ده،له ګناه د بدن دغړو د چورلتې ډډه کونې باندې مشتمله ده  او ترټولو بشپړ روژه هغه ده چې پردې سربیره،زره له خداي پرته د نورو له عبادت اویاده وغړوي  او  له هغه پرته هرڅه چې دي نو روژه  ئې وساتي.
د خبر لمبر: 3487078    خپرونې تاریخ : 2023/03/23

ایکنا-(تهران) د اردن پارلیمان پرون ناوخته د استازو په شتون سره په ناستې کې د رایو په اکثریت سره له دغه هیواده د صهیونیسټي رژيم د سفیر  ویستلو ته رایه ورکړه.
د خبر لمبر: 3487077    خپرونې تاریخ : 2023/03/23

ایکنا-(تهران)د کینیډا په اونتاریو ولایت کې په لندن ښار کې د روژې د مبارکې میاشتې له مخصوص دود او دستوراتو سره د کینیډائي مسلمانو ماشومانو د بلدتیا لپاره  یو ورکشاپ ترسره شو.
د خبر لمبر: 3487076    خپرونې تاریخ : 2023/03/23

ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د مارچ د میاشتې د پینځلسمې نیټې په مناسبت چې له اسلام څخه د هیوادونو له ویرولو سره د مقابلې نړیواله ورځ ده ووئيل: د اسلام مبین دین او د رحمت پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د بشریت لپاره د سولې،دوستۍ او د ګډ ژوند پیغام راوړونکی دی.
د خبر لمبر: 3487041    خپرونې تاریخ : 2023/03/15

ایکنا-(تهران) د نیوزیلینډ په کرایست چرچ ښار کې  په دوو جوماتونو باندې د وحشي ترهه ګرو حملو په څلورمې کلیزې کې ددغه هیواد مسلمانانو او مسئولانو  له اسلامه د ویرونې له پروسې او افراط پالنې سره د مبارزې په ضرورت ټينګار وکړ.
د خبر لمبر: 3487040    خپرونې تاریخ : 2023/03/15

ایکنا-(تهران)یوه پآکستاني هنرمند شاهد رسام له خپل دوه سوه کسیز ټیم سره د پاکستان په کراچۍ ښار کې د نړۍ د ترټولو لوي قرآن کریم په بشپړولو بوخت دی .
د خبر لمبر: 3487038    خپرونې تاریخ : 2023/03/15

ایکنا-(تهران) د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش له اسلامه دویرونې له پروسې سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل پیغام کې، د مسلمانانو په ضد د کرکې اونفرت خورونې د ختمیدا غوښتنه کړې.
د خبر لمبر: 3487024    خپرونې تاریخ : 2023/03/12

 قرآني سورې/65
ایکنا-(تهران) په اسلام کې د کورنۍ موضوع ته خاص توجه شوې ده او دکورنۍ د هر یوې غړي لپاره خپل خاص رول او دندې اټکل شوي ديڅو د کورنۍ غړو د یوه بل ترڅنګ په مینې اوصمیمیّت سره ژوند وکړي،البته د هغو میرمنو او شوهرانواو میړونو لپاره چې پخپلو کې سره سخت اختلاف لري هم حل لاره اټکل شوې ده.
د خبر لمبر: 3487008    خپرونې تاریخ : 2023/03/09

ایکنا-(تهران)د اسلامی مذهبونو د نزدیکت دنړیوالې ټولنې عمومی  منشي حمید شهریاري ددې خبرې په کولو سره چې دینی عالمان د وحدت د رامینځةکولو لپاره شرعي دنده لری ووئيل،د ارواښاد امام خمیني نظریه داسلامی هیوادونو ترمینخ او په داخل کې د اتحاد رامینځةکول وو.
د خبر لمبر: 3486990    خپرونې تاریخ : 2023/03/05