ایکنانیوز د الخلیج له قوله راپور راکړ، د شارجې د قرآڼ کریم او سنت موسیسه (مؤسسة الشارقة للقرآن الكريم والسنة النبوية) یو حکومتی اورګان دی چې د شارجې حاکم شیخ سلطان بن محمد القاسمي په وسیله په ۱۴۲۲قمری کال یعنی په ۲۰۰۱کال کې تاسیس شوې ده.
ددغې موسیسې اصلی مرکز په شارجې ښار کې دی او د شارجې اماراتو په ټولو سیمو کې څانګې لري. دغه موسیسه د قرآن کریم د معارفو او د پیغمبر اکرم (ص) د سنت دودولو ته بیله ده او هڅه کوي د دایمي مرکزونو په تاسیس سره د شارجې اماراتو د ښارونو په جوماتونوکې د قرآن کریم د حفظ د وړیا مرکزونو په جوړولو سره د ټولو عمرونو ښځو او سړیو ته خدمات ورسوي او په اسلام کې د جوماتونو رسالت عملی کړي . همداراز دغه فاؤنډیشن د قرآن کریم د حفظ او قرائت د مجوز په وړاندې کولو سره په شارجې اماراتو کې د حافظانو د سولې لوړتیا تعقیبوي. او په یوه لنډ وخت کې توانیدلې ، د قرآن دحفظ او قرآنی علومو په زمینې کې لوړ ګامونه پورته کړي او د قرآن کریم د حفظ ډیر زیات مرکزونه ئې افتتاح کړي دی.
ددغې موسیسې هدف د قرآن کریم د قرآئت ، حفظ او غږ د دودولو په زمینې کې فعالیت کوي او ددغه فاؤنډیشن په اصلي موخو کې د قرآن اوسنت معارفو ته توجه او له بنوي سنت سره بلدتیا ده .
دغه موسیسه په کال کې اوه سیالۍ ترسره کوي چې په دغو سیالیو کې ګډون د هغوي په ذهن کې د قرآن کریم د لازیا ت تثبیت او تلاؤت کولو سره مرسته کوي او همداراز دقرآن کریم په حفظ کې د زده کونکو د روحیې او هوډ په لوړتیا کې ډيرې اغیزې شیندي.
ددغې موسیسې د دزده کړې په پړاؤنو کې ، د جوماتونو ،د ښونځیو او پوهنتونونو د خاصو پړاؤنو لپاره د قرآن دزده کړې دمرحلو او دغه راز د حکومتي او غیر حکومتي مرکزونو او ادارو د مخصوصو وختونو او پړاؤنو لپاره قرآنی دورې شاملې دي.
دغه موسیسه درې قرآني مرکزونه لری، چې په هغو کې د؛ شهدای احد؛ مرکز د سړیواو ښځو لپاره د ؛ الحساوي ؛ مرکز د میرمنو او سړیو لپاره او ؛ برالوالدین ؛ د میرمنو لپاره ځانګړی دی . په دغو مرکزونو کې ټولو ته په وړتیا توګه د قرآڼ کریم د حفظ زده کړې ورکول کیږي.
پر دې سربیره ، د شارجې قرآڼ او سنت موسیسه د ساعت تیري ، تعاملی فعالیتونو او اجتماعي نوښتونو د پروګرامونو په ترسره کولو سره هڅه وي ، دخپلو کارکونکو لپاره د هرې ورځې تکراري کارونه ختم کړي او د قرآن زده کونکو او عامو خلکو ته د ترټولو ښو خدماتو او د لوړ کیفیت دو ړاندې کولو په لړ کې د کاري زیاتوالی او نوښت رامینځةکونکي انګیزې درامینځةکولو لپاره دمثبتو کارونو فضا رامینځةکړي ،چې ډيرې ښې او مثبتې نیتجې ئې درلودلي دي.