ایکنانیوز د بارس ټوډې له قوله راپور راکړی د امریکا واشنګټن پوسټ ورځپاڼې وویل د فلسطین د غزې جنګ په بې مخینې ډول د ولسمشر جوبایډن د حکومت خارجي سیاست له چیلنج سره مخ کړی دی.
دغه ورځپاڼې زیاته کړه د غزې جنګ په بې مخینې ډول د امریکا د ولسمشر جوبایډن بهرنی سیاست له ننګونې سره مخ کړی او جوبایډن د خپلې ولسمشرۍ په دریو کلونو کښې له هیڅ مسلې سره تر دې حده له چیلنج سره نه و مخامخ شوی.
د سپینې ماڼۍ چارواکو له واشنګټن پوسټ ورځپاڼې سره په مرکه کښې د غزې د جنګ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله د ولسمشر جوبایډن د دریځونو پر سر د امریکا په حکومت کښې د اختلاف د رامینځته کیدا خبر ورکړ.
دغه راپور زیاتوي د امریکا د ولسمشر جوبایډن د حکومت ډیرې سلاکاران او کارکونکي د غزې د جنګ او د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په هکله د بایډن له دریځونو او نظرونو سره مخالف دي او هغه نور نشي کولای په هغه اتحاد چې یووخت یې په خپل حکومت کښې په شتون فخر کاوه تکیه وکړي.