IQNA

په غزې کې د جومات د کنډوالو د پاسه دجمې لمونځ قایم شو

7:15 - November 26, 2023
د خبر لمبر: 3488328
ایکنا-(غزه) په غزې ښار کې دیوه جومات په کنډوالو چې د وحشي صهیونیسټي رژيم  په بې آمانه بمباریو کې شهید شوی ؤ، په لسګونو کسانو د جمعې لمانځه  په وخت لمونځ ادا کړ.

ایکنانیوز د عربی ۲۱چینل له قوله راپور راکړ، د غزې تړانګې په لسګونو کسنو د  هغه جومات د کنډوالو د پاسه چې  اسرائيلي وحشی پوځيانو   په تیرو پنځوس ورځینو تیریو اوبمباریو کې  په کنډوالې بدل کړیړ ؤ ودجمعې لمونځ قایم کړ.

لمونځ ګوزار څلور ورځینی موقتي  اور بند  اجرائي کیدا ته په پام سره  دجمعې لمانځه د قایمولو لپاره  جوماتونو ته ستنه شول. په تیرو پنځوسو ورځو کې ددغې سیمې د جوماتونو  په بې آمانۍ بمباریو سره سره   دغه جوماتونه له خلکو خالی نه ؤ. او لمونځ پکې ادا شوی دی.

ددغه جومات دجماعت امام   پخپلو خطبو کې د الصف سورې  اتم آیت ولوست. يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ:  ؛ غواړي  دخدای نور  پخپلو خولو پوو کولو سره  خاموش کړي، او حال دا چې  خدای به که څه هم کافران  به خوښ نه وي ،خو خپل نور به په بشپړ ډول رڼا وساتي .

ددغه جماعت دجمعې امام  پخپلو خطبو کې ووئیل،  خدا وغوښتل چې خلک بیرته جوماتونو ته وګرځي  او د اسرائيلو له نیواکګرۍ سره سره  چې د سیمې زیاتره خلک  ئې کډه په سر کړل ، لمونځ ادا کړي.

دغزې د اوقافو وزارت په وینا، په کنډوالو د بدل شوو جومالتونو شمیر ۸۵، نیم ړنګ شوي جوماتونو شمیر ۱۷۴ جوماتونو ته رسیدلی دی . همداراز وحشي صهیونیسټانو په تیرو ۵۰ورځو کې  کابو  پنځلس زره  بې ګناه خلک شهیدان کړل  او کابو شپږدیرش زره نور ئې ټپیان کړی دي . دغو وحشیانو  یوازې پر جوماتونو باندې په بمباریو  بسنه ونه وکړه بکلې روغتونونه ،کلیساګانې، ښونځي،  بیخ بینائي تاسیسات  او هستوګنې سیمې ئې  هم په کنډوالو بدلې کړي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4183899

 

captcha