ایکنانیوز د صوت الخلیج له قوله راپور راکړ، د فرانسې لومونډ ورځپاڼې په یوه مطلب کې دفلسطین په نیواکي ټاټوبو کې له بندلونونو څخه افراطي هندو ملی پالو د ناوړه استفادې په باب په یوه مطلب کې لیکلي دي،په اسرائيلو باندې د اکتوبر په اومه نیټه دحماس اسلامی مقاومتي غورځنګ دحملې څو ساعته نه ؤتیر چې په هندوستان کې په ټولنیزو چینلونو کې د اسلام ضده او جعلي خبرونو یو سیلاب راپورته شو.
په دغه مطلب کې روښانه شوې ده ، له حملې سملاسي وروسته افراطي هندوانو خپلو ګټو ته د رسیدا لپاره په سیمې کې له نوي جنګه ناوړه استفاده پیل کړه او بي جې پي واکمن ګوند پخپل ټولنیز چینل ایکس پاڼې کې ولیکل ، هغه څه جې نن ورڅخه اسرائيل کړیږی ، هندوستان ئې له 2004کال څخه تر 2014کال پورې په مودې کې زغملي دي .پر دې اساس هییڅکله هم ونه بخښئ او هیڅکله ئې هم هیره نه کړئ.
دغه پیغام په 2008 کال کې دبمبرۍ له حملو څخه په ځينو ویډیوګانو سره یو ځاي شوی دی چې په هغو حملو کې ۱۶۰ کسان وژل شوي وو.
لومونډ ورځپاڼې زیاته کړې ده، هندي لومړی وزیر نریندرا مودي دنړۍ لومړنۍ رهبر ؤ چې د حماس حمله ئې یوه ترهه ګره حمله وبلله او محکومه ئې کړه او په عین حال کې ئې ټينګار وکړ، چې هیواد ئې په دغو سختو شرائطو کې داسرائيلو ترڅنګ ولاړ دی.
داپه داسې حال کې دي چې د هندوستان تاریخي دریځ د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې ددوو هیوادنو له حل لارې ملاتړ دی.
لومونډ خپرونې په دوام کې لیکلي دي، د هندي چارواکو دغه چټک غبرګون ښئ ، د تل ابیب اونوي ډيلي داړیکو پراختیا په 2014 کال کې د افراطي هندو ملی پالو واک ته له رسیدا وخت راهسې دي . په داسې حال کې ې هندوستان په ۱۹۷۰لسیزې کې لومړنۍ غیر عربی هیواد ؤ چې د فلسطین آ زادي غواړي جبهه یا پي ایل او ئې د فلسطین دقانوني نماینده په توګه په رسمیّت پیژندلی اوتر ۱۹۹۲ کال پورې ئې له اسرائيلو سره ډيپلومايټکې ادړیکې ټينګې نه کړې.
لومونډ دغه راز لیکلي دي، نریندرا مودي لومړنی هندی لومړی وزیر ؤ چې اسرائيلو ته ئې سفر وکړ او د اسرائيلو له لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو سره خپله آئيډیالوجیک ملګرتیا اعلان کړه . دا په داسې حال کې دي چې د مودي سرکار ګوند املاتړي ئې په دې پسې دي چې څوکلتور لرونکی واسیکولر هندوستان په یوه هندو هیواد بدل کړي اودا له چا پټوي هم نه .
https://iqna.ir/fa/news/4181419