IQNA

له افغانستانه د امریکائي پوځيانو ویستل ستره تیروتنه وه

14:41 - September 10, 2023
د خبر لمبر: 3487932
ایکنا-(تهران)د امریکا دپوځ دمرکزي قوماندې (سنټکام)پخواني قوماندان له افغانستانه د خپلو عسکرو د ویستلو په څرنګوالی باندې د پښمانیدا په څرګندولو سره  ووئيل،  له دغه هیواده  د وتلو لپاره  دمونږ فیصله بده تیروتنه وه.

ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ، دامریکا د سنټکام پخواني قوماندان جنرال فرانک مکنزي چې له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د  ویستلو ناظر او څارونکی  ؤ .په دې باب ووئيل، زه باؤري یم  له افغانستانه د وتلو  دفیصلې تاریخ  په هغه شکل سره چې  مونږ ترسره کړل ، او هغه روده چې  مونږ د عسکرو د ویستلو لپاره  هدایت کړه ، دیوې بدې تیروتنې په توګه به  وګڼل شي.

جنرال مکنزي  له فکس نیوز سره په خبرو کې  له افغانستانه  د وتلو په څرنګوالي د پښمانه کیدا په څرګندولو سره  ووئيل، زه په دې چې په افغانستان کې د مونږ پوځي شتون څرنګه پاي ته ورسید،ډير پښمانه یم،  د وتلو لپاره په لومړنۍ فیصلې افسوس کوم، ځکه چې  فکر کوم یوه تیروتي فیصله وه.  په تیره بیا پښمانه یم چې  فیصله مو ونه کړه  خلک  خپل خلک ،د سفارت پرسنل،امریکائي  او فغاني ښاریز چې له خطرې سره مخ ووو، وباسو.او فکر کوم دا یوه جدي تیروتنه وه چې په مستقیم ډول د ۲۰۲۱ کال داګست د پيښو سبب شوه .

د سنټکام ځواک پخواني قوماندان  په دوام کې ووئيل،هماغه شان فکر کوي چې امریکا باید په افغانستان کې ځواک درلودلی او د سنټکام د اوسني قوماندان په  ادعا سره  چې د خراسان داعش  دافغانستان  له داخله  د امریکا په ګټو دحملو توانمنۍ لري ، باؤر لري.

آغاز خروج آمریکایی ها از کابل همزمان با پایان حضور نظامی انگلیس در  افغانستان- اخبار افغانستان - اخبار بین الملل تسنیم | Tasnim

چرا روسیه از خروج آمریکا از افغانستان نگران است؟ - ایرنا

https://www.tasnimnews.com/fa/news/

captcha