ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې امریکایانو له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې له داعش سره د مبارزې په پلمې سره، عراق اشغال کړ، د بغداد له لورې د داعش له ماتې وروسته، د عراق ولس او حکومت د بهرنیو ځواکونو په وتلو ټینګار وکړ، لیکن امریکایانو لاهم په عراق کې خپلې پښې ټینګې کړي دي.
د ایرنا له راپور سره سم، په عراق کې د حزب الله غورځنګ د یوې اعلامیې په ترڅ کې د امریکایي ځواکونو وروستیو فعالیتونو ته په اشارې سره، اعلان وکړ: د عراق په ځینو ښارونو کې د امریکایي ځواکونو د کاروانونو زیاتوالی ښیي چي امریکا لاهم غواړي په عراق کې خپل جنګي ځواکونه وساتي.
په اعلامیه کې راغلې: امریکایي ځواکونه مو په ۲۰۱۱ میلادي کال کې له ماتې سره مخ کړل، اوس هم د امریکایي ځواکونو شمېر او تجهیزات له هغه وخت نه کم دي، خو مقاومت د هغه وخت په پرتله اوس ډېر پیاوړی شوی دی.
د عراق حزب الله په خپله اعلامیه کې په ټینګار سره ویلي: امریکایان دې پوه شي چي پوځې مانورې او ګرځېدل یې کارنده نه دي او که مقاومت د مبارزې پرېکړه وکړي، نو امریکا به له ټولې سیمې وشړي.
په عراق کې په دې وروستیو کې د امریکایانو د پوځي خوځښتونو په زیاتوالې سره، د خلکو اندېښنې زیاتې شوي دي، دا په داسي حال کې ده چي د عراق پارلمان د امریکایي ځواکونو د وتلو د ضرورت پرېکړه لیک تصویب کړی دی.