ایکنا د اسلامي کلتور او ارتباطاتو ادارې په حواله راپور ورکوي چې، په پاکستان کې د وروستۍ ترهګریزې پېښې له امله، د اسلامي کلتور او ارتباطاتو ادارې عامه اړیکو یوه بیانیه خپره کړې چې متن یې په لاندې ډول دی:
باسمه تعالی
د پاکستان په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې د داعش وروستي ترهګریز عمل لسګونه کسان ووژل. دغه جنایت یو ځل بیا د ترهګرو د خوځښتونو څرنګوالی او له سیمه ایزو او د دین مخالفو سرچینو سره د هغوی ارتباط څرګند کړ.
د اسلامي امت د وحدت دښمنان له څو کلونو راهیسې د خپلو کسانو او عواملو په کارولو سره په اسلامي هېوادونو کې د امنیتي ناورینونو رامنځته کول په خپله اجنډا کې راوستي دي. د دې حرکتونو په مقابل کې، باید خبر او یو غږی و اوسو.
د اسلامي کلتور او ارتباطاتو اداره د پاکستان له مسلمان ملت سره د خواخوږۍ په اعلانولو سره، دغه ترهګريز عمل په کلکه غندي او د دغې پېښې د قربانيانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره، د دغې پېښې د ټپیانو د عاجلې روغتيا دعا کوي.