ایکنا د العربی الجدید له قوله راپور راکړ،د عراق د فټبال لوبو په لیګ کې د الشرطه اوالقاسم فټ بال ټيمونو ترمینځ په لوبې کې ، ددواړو ټيمونو لوبغاړو او ریفریانو په لاسونو کې د قرآن کریم په اوچتولو او د کلام الله مجید په مچي کولو سره ددغه الهي کتاب پاکوالی او عظمت ته نوره هم پاکوالی او عظمت ډالۍ کړ.
د قدس اوسیدونکي یوه فلسطیني ښاریز هم د قرآن کریم د سپکاویو په غبرګون کې ،دسویډ د کنسولګرۍ په وړاندې دکلام الله مجید په لاس کې په اوچتولو سره د قرآن تلاؤت وړاندې کړ.
د عراق ښاریزو هم د چنګاښ په نهمه نیټه په سویډ کې د قرآن کریم په سپکاویو باندې په اعتراض کې په مختلفو ښارونوپه تیره بیا په کربلامعلی کې په مظاهرو جوړولو سره سره غونډ شول او د افراطیانو او ملحدانو په سپيرو اقداماتو ئې خپل اعتراض نندارې ته وړاندې کړ.
د پاکستان دپاره چنار پشمول په لسګونو سترو اوواړو ښارونو کې د نیکمرغه لوي اختر دلمانځه په مناسبت په عیدګاهو او نورو عبادي ځایونو کې په غونډيدا سره دلویدیځوالو ددغه سپير اقدام او د کرکیجن بهیر په ضد شعارونه ورکړل او په ډاګه ئې ووئیل چې باید دلویدیخوالو په تیره بیا د سویډ د شیانو اومحصولاتو بایکاټ وشي او سفیر ئې هم له هیواده وشړل شي.
د ترکیې ددیانت غورځنګ مشر علی ارباش هم د قرآن کریم د سپکاویو په غبرګون کې د ترکیې په ټولو جوماتونو کې د ترکانو د میلیوني لمونځ قایمولو غوښته وکړه.
علی ارباش، رئیس سازمان دیانت ترکیه هم در واکنش به هتک حرمت قرآن خواستار اقامه نماز میلیونی شهروندان ترک در تمام مساجد ترکیه شد.
https://iqna.ir/fa/news/4151466//////