IQNA

د راتلونکي لپاره د لارې نقشه

6:10 - May 15, 2023
د خبر لمبر: 3487335
ایکنا-(تهران) مهدویّت یو جامع ،دقیق او د لارط د نقشې لرونکی معنا لري او  د ا سې نه ده چې  یوازې وئيل شوي وي د عالم په پاي کې به لویه ژغورنه وي.

 د ایران د علمیه حوزو مدیر آیت الله علی  اعرافی د ؛ مهدویّت  او د ایت  الله صافی ګلپایګاني  په لیدتوګې کې  انتظار؛ نومې سمینار کې  چې په قم کې ترسره شو ،ځينی ټکي بیان کړل چې غوره برخې ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

د اهل بیت علیهم السلام په لیدتوګې کې مهدویّت ، له نجات پالنې  او په اسلامی ،توحیدي او ابراهیمی دینونو لیدتوګې، عادم دینونو او  عامو انساني  لیدتوګو کې له آخرالزمانی کړچار سره ځينی مشترکات لری.د مهدویّت لیدتوګه چې مونږ داهل بیت علیهم السلام به متنونو کې لرو ،له انساني ،د دینونو ، و اسلامی او توحیدی دینونو له فکري حوزې سره مشرتکات لري ،البته  دغه لیدتوګه  داهل بیت علیهم السلام په روایتونو کې ،مختلفې  ځانګړنې لري.

په شیعیّت کې د مهدویّت غوره ځانګړنه؛

په دوي کې یوه ځانګړنه دا ده  چې د شیعیّت مهدویّت ، یو مشخص مهدویت او د روښانه راتلوني او د لارې د نقشې لرونکی یعنی  په آخر زمانې کې د مهدوي ژغورنې ترسره  کیدا ده او یوازې وئيل شوي نه دي چې د عالم په پاي کې به ژغورنه ترسره شي. دغه نجات موندنه د هغه کامل انسان په چورلیزتوب سره ده چې دهغه پلار  او دهغه د نسل لړئ مشخصه ده.

یو ترټولو ښه مهدي آثر، ؛ منتخب الاثر: په عنوان سره د آیت الله العظمی صافی ګلپایګاني  اثر  دی چې په پخپل پړاؤ کې ئې د مهدویّت جامعه نقشه انځور کړې ده او لیکوال دقیقا د  لورو  د آثارو په ملاحظه  کولو سره ، داسې ټآکنې او ښکلاوې ترې راویستي دي چې ډيرې جذبې او دتکیې وړ دي او د مهدویّت جامعه نظریه ئې په روښانه ااوسم انداز سره بیان کړې ده.

 مهدویّت یوه عادی نظریه نه ده ،بلکې مهدویّت دتشیّع په تفکر کې یو دقیق او انځور شوي لویه ژغورنه ده.

د تقلید دغه مرجع اویا کاله مخکې چې لا دانقلاب څه اته پته نه وه ،  له اصلی سرچینو څخه په استفادې سره   دمهدویّت په باب یو بشپړ ژوندی ، خوځنده، فعال او اجتماعي تفسیر  وړاندې کړی  او  اسلام  ته ددوی کتنه تمدنی او ژغورونکی ده ،یو داسې تمدن چې اوس هم  پکې ژوند او حیات او هم فعالیت کیدلی شي.

 په دغه کتاب کې ډير محترمانه او حکیمانه ادبیات لیدل کیږي او په ځينو  هغو موردونو وکې چې  له نورو سره د لیکوال روده توپیر لري، دوی په خپله طریقه په عادلانه توګه کرکتنه او نیوکه کړې او کله چې دوی د شیعه او مسلمانو فیلسوفانو سره چلند کوي، نو د خبرو اترو او   بحث د آدابو درناوی کوي او په ځينو موردونو کې د هغوي فیصله او راي مني.

د آیت الله العظمی صافی ګلپایګاني لوړ شخصیّت  د مونږ یوه بلګه وه او ټول باید  دهغه دمیراث قدرونه اودرنښت وکړو.

بچوې: مهدویت ، پاک ، نقشه ، شیعیت
captcha