ایکنا د Urdu Point له قوله راپور راکړ، د ISF)) فاونډیشنز داسلامی اجتماعي علومو د ټولنې د مرکزی منظمونکي کمیټې دغړو په وینا، دغه سمینار په ټولنې او اقتصادي کې د دین ،اخلاقو،ارښتونو او معنویّت د رول د ارزونې او په اقتصاد کې دودیزو کړچارونو له مشکلاتو سره د مخامخیدا په موخې سره نن د غواي د میاشتې په شپاړسمه نیټه پیل شوی او تر سبا پورې به دوام ولري.
دغه سمینار یو شمیر ناستې او ګردي میزونه لری او ټاکل شوې ده سبا ناوخته پای ته ورسیږي.
اقتصادي کارپوهان د اسلامی ټولنیزو علومو او اقتصاد کې د څيړنې د نوو لارو چارو په اړه بحث او دنظر تبادله کوي.
د دغه سمینار ترسره کونکي هیله مند دي چې له اقتصاد سره ددین، اخلاقو او ارزښتونو د یوځای کیدا په باب دبحث او خبرواترو لپاره ځانګړي زمینه برابره کړي.
پر دې سربیره ددغه سمینانر ترسره کونکي تمه لری چې دغه کنفرانس به اقتصاد کې دودیزه رویّه له چیلنج سره مخامخولی او داجتماعي علومو متفکران او اقتصاد پوهان په اقتصاد کې بیا کتنې ته هڅولی شي.