IQNA

نوی کال د مبارزې او مقاومتي ډلو د مبارزې او اتحاد کال دی

6:29 - December 31, 2022
د خبر لمبر: 3486677
ایکنا-(تهران)د فلسطین د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله په یولړ څرګندونو کې ووئيل،د فلسطینیانو  حقوق څه دپاسه اویا کاله کیږي چې د صهیونیسټي نیواکګر رژيم په بوټونو سره چخڼي کیږي او دغه وحشي او نیواکګر رژيم په دغې مودې کې  د فلسطنیانو په ضد ترټولو وحشي ډوله او بوږنونکي جنایتونه کړي دي.

ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ،د فلسطین د اسلامی جهادغورځنګ عمومی منشي زیاد النخاله د فلسطیینو بندیانو   موضوع د مقاومتي ډلو او ملت یو لومړیتوب بللی او وئیلی ئې دي،د فلسطینیوبندیانو دخوشي کیدا لپاره به له هڅې لاس وانخلي او له اسرائيلی عسکرو دفلسطینیو بندیانو خوشی کیدا د مقاومت یو ترټولو مهم لومړیتوب دی.د اسلامی جهاد غورځنګ عمومی منشي دې ته په اشارې سره چې راتلونکی کال د مقاومتي ځواک د یووالی اویو موټي کیدا ځیری و رکونکی دی روښانه کړه،مونږ  له ټولو ځواکونو سره ملګرتیا او بې قید او شرطه میداني وحدت اویووالی ته تیار یوو.

زیات النخاله ووئیل،دا دفلسطین ولس دی چې په لویدیځي  غاړې کې جنګیږي او ایران او حزب الله هم د فلسطینیو مبارزانو ملاتړ کوي. د فلسطینیانو  حقوق څه دپاسه اویا کاله کیږي چط د صهیونیسټي نیواکګر رژيم  په بوټونو سره چخڼي کیږي  او دغه وحشي او نیواکګر رژيم په دغې مودې کې  د فلسطنیانو په ضد ترټولو وحشي ډوله او بوږنونکي جنایتونه کړي دي.

https://www.irna.ir/news/84983723/%D8%

captcha